اطلاعات روز: د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په اړه په خپل کلني راپور کې ويلي، چې د راپورونو پر اساس، طالبانو د ۲۰۲۲ کال پر مهال د خپلو مخالفينو په هدفي وژنو او غچ اخيستونکو قتلونو کې لاس درلود.
په دې راپور کې خپلسرې وژنې، جبري ورکونې، شکنجه، «د طالبانو له لوري ظالمانه، غير انساني او سپکوونکی چلند» د ۲۰۲۲ پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض موارد ګڼل شوي دي.
همدا راز په بدو شرايطو کې د بنديانو ساتل، خپلسرې نيونې، په خصوصي حريم کې لاسوهنه، د کورنۍ د يوه غړي د شونې سرغړونې لپاره د کورنۍ د نورو غړو مجازاتول، د ماشومانو استخدام او له هغوی غير قانوني استفاده، د بيان پر ازادۍ جدي محدوديتونه، د طالبانو له لوري خبريالانو سره تاوتريخوالی کول او په ټولنيزو ازاديو کې لاسوهنه په افغانستان کې د بشري حقونو د نقض نور موارد ياد شوي دي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په راپور کې راغلي، چې د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د قانون حاکميت ته نه پاملرنه او د هغو کسانو رسمي معافيت چې د بشري حقونو د نقض مسوول دي، يوه مروجه چاره ده.
د دې راپور په يوه برخه کې اشاره شوې چې طالبانو د ۲۰۲۲ کال پر مهال د مخالفينو په هدفي او انتقامي وژنو کې لاس درلود.
د ۲۰۲۱ کال تر اګست مياشتې وروسته، د طالبانو رهبر عمومي بښنه اعلان کړه چې د پخواني دولت د چارواکو او ټولو افرادو پر وړاندې يې انتقامي اقدامات ممنوع کول؛ خو د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د ۲۰۲۲ کال پر مهال د انتقامي اقداماتو لکه هدفي وژنو او ورکېدنو معتبر راپورونه موجود و.
په دې راپور کې راغلي چې په داسې حال کې چې طالبان د دې اقداماتو مسووليت نه مني، د سوء استفادې د عاملينو پر وړاندې هم اقدامات نه کوي.
پر ښځو او نجونو بنديزونه
د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو په راپور کې پر ښځو او نجونو د طالبانو بنديزونو ته په اشاره ويل شوي چې دې ډلې يو شمير ځپونکي احکام ورکړي چې په اغيزناکه توګه په تحصيل، کار، تفريحي چارو او مستقلو سفرونو کې د ښځو او نجونو د ونډې مخه نيسي.
راپور کې راغلي، پر کابل د طالبانو تر واکمنېدو وروسته د ښځو او نجونو تقريبا ټول پناهځايونه تړل شوي دي.
د طالبانو غړو ويلي، چې د تاوتريخوالي پاتې شوني بايد اړوند مسايل له خپلې کورنۍ سره حل کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د بشري حقونو د راپور له مخې، د ۲۰۲۱ کال له اګست راهيسې د طالبانو پوليسو هغه ښځې نيولي چې د جنسيت پر اساس د تاوتريخوالي راپور يې ورکړی و.
په دې راپور کې راغلي چې د جنسي تېري په قانون کې جنسي تېری او کورنی تاوتريخوالی جرم ګڼل شوي دي؛ خو د طالبانو له لوري د قضايي سيسټم تر چپه کېدو وروسته د دې قوانينو پلي کېدل په شديد ډول ضعيف شوي.
د سرتېرو په توګه د ماشومانو استخدام
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په راپور کې راغلي چې د طالبانو او داعش له لوري د سرتېرو په توګه د ماشومانو استخدام دوام لري خو کمښت پکې راغلی دی.
د دې راپور په وينا، د ۲۰۲۲ کال پر مهال د طالبانو او داعش له لوري له ماشومانو استفاده د تېرو ۱۲ کلونو په پرتله کمه وه.
طالبانو د خپلو صفونو د تصفيې لپاره يو کميسيون جوړ کړی و، چې د ماشومانو سرتېرو ايستل يې يو مسووليت و.
د دې ډلې چارواکو له ګڼو ولايتونو څخه خبر ورکړی و، چې په لسګونو کم عمره افراد يې له خپلو ليکو ايستلي دي.
