کرزی: هيله لرم چې طالبان به د نوي کال په پېلېدو د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي

اطلاعات روز: پخواني ولسمشر حامد کرزي د نوروز په مناسبت په يوه پیغام کې هيله ښودلې چې طالبان به د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونونو دروازې پرانيزي.

هغه په خپل پيغام کې چې نن (دوشنبه، ۲۹ د کب) خپور شوی دی، خلکو ته د نوروز د جشن او نوي ۱۴۰۲ کال د را رسېدو مبارکي ويلې او هيله يې ښوولې چې نوی کال به «د افغانستان خلکو ته سوله او ټيکاو، خوشالي او نېکمرغي او زرغونتيا راوړي».

کرزي په خپل پيغام کې طالبان د «سرپرست اسلامي حکومت» په نوم ياد کړي او ويلي يې دي چې د هيواد د ودې، پرمختګ او ځان بساينې لپاره د تعليم ارزښت ته په پام سره هيله لري چې دا حکومت به د نوي لمريز کال په پيلېدو د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو دروازې خلاصې کړي او کار ته به د ښځو د راستنېدو زمينه برابره کړي.

طالب چارواکو تر اوسه د نجونو د ښوونځيو په اړه څه نه دي ويلي؛ خو دا مهال په سړو سيمو کې پوهنتونونه يوازې د نارينه‌وو لپاره پرانيستل شوي دي.

همدا راز پخواني ولسمشر په خپل پيغام کې ټينګار کړی چې له کوم ځنډ پرته دې ملي خبرې – اترې پېل شي.

ده ويلي: «په هيواد کې د ملي يووالي د پياوړتيا، سولې او ثبات د تأمين لپاره چې د افغانستان د خلکو هيله ده، له کوم ځنډ پرته د ملي خبرو – اترو پر پيلېدو ټينګار کوم.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه