اطلاعات روز: د ملي امنيت پخواني رييس رحمت الله نبيل ادعا کړې چې د تېر يوه کال پر مهال د طالبانو د رهبر هبت الله آخوندزاده په غوښتنه له ماليې وزارت څخه شاوخوا ۶۰ ميليارده افغانۍ ايستل شوې دي.
د طالبانو ماليې وزارت او د دې ډلې وياندويانو تر اوسه د نبيل د ادعا په اړه غبرګون نه دی ښودلی.
نبيل تېره شپه (شنبه، ۲۷ د کب) پرلپسې ټويټونو کې ادعا کړې چې په دې وروستيو کې د طالبانو د ماليې وزارت سرپرست هدايت الله بدري چې په ملا ګل اغا سره هم يادېږي، له خپلې دندې استعفا کړې او د استعفا لامل يې هم د هبت الله آخوندزاده او ده ته د نږدې کسانو له لوري په نامناسبه او مستقيمه توګه د پيسو غوښتل دي.
ده ليکلي: «د معلوماتو پر اساس، د تېر يوه کال پر مهال شاوخوا ۶۰ ميليارده افغانۍ د هبت الله د ادرس له لوري د بېلابېلو کسانو په وسيله او په بېلابېلو نومونو له ماليې وزارت څخه ايستل شوې دي چې دا تقريبا د ټولو ګمرکي عايداتو ۵۰ سلنه ده.»
نبيل ادعا کوي چې د طالبانو د ماليې وزارت سرپرست وړانديز کړی و، چې دا پيسې دې د حساب ورکولو په خاطر د بانکي حسابونو له لارې ورکړل شي؛ خو آخوندزاده او نږدې کسانو يې د نغدي پيسو پر ورکړه ټينګار کاوه او اخر هم هدايت الله بدري استعفا کولو ته اړ شوی دی.
نبيل هدايت الله بدري ته د نږدې سرچينو پر اساس ادعا کړې چې له ماليې وزارت څخه ايستل شوې پيسې د قومي مشرانو د وفادارۍ تر لاسه کولو او په کندهار کې د هغې ۴۰ زره کسيزې ډلې د تمويل او جوړونې لپاره مصرفېږي چې ملا هبت الله ته له وفادارو خلګو او قومونو جوړه شوې ده.
د ملي امنيت پخواني رييس همدا راز ادعا کړې چې د طالبانو رهبر تېره اونۍ د دې ډلې د ماليې د وزير په غياب کې د ګمرکونو رييسان داسې کسان ټاکلي چې د ده د باور وړ دي او د ده له نږدې قومونو او کسانو څخه دي او هغوی ته یې امر کړی چې په راتلونکي کې دې د کندهار د لګښتونو سهم له ګمرکونو په مستقيمه توګه د ده دفتر ته ولېږي.
