ننګرهار کې د پښتو ژبې د لیکوال او ژباړن محمد اصف صمیم ادبي هڅې وستایل شوې

اطلاعات روز: که څه هم په دې وروستیو کې د ننګرهار په ګډون په یو شمېر نورو ولایتونو کې د نمانځغونډو دود یو څه کمرنګه شوی، خو یو شمېر ځوانان او فرهنګي ټولنې د دغو برخو د بېرته غوړېدو او ښه کېدو لپاره هلې ځلې کوي.

ننګرهار کې د پنځون په نوم یوه فرهنګي بنسټ تېره ورځ (جمعه، ۲۶ د کب) د پښتو ژبې د نومیالي ادیب استاد محمد اصف صمیم ادبې هڅې وستایلې.

په دې ناسته، د شعر او ادب د مینه والو ترڅنګ د پوهنتون استادانو لیکوالو او فرهنګیانو هم برخه اخیستې وه.

لیکوال او ژورنالېست اورنګ صمیم وایي، دا ډول فرهنګي او ادبي ناستې به په سیمه کې ځوانانو ته په علمي او فرهنګي برخو کې یو سم لید لوری په لاس ورکړي.

صمیم زیاتوي: «هغه چا چې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره لویه قرباني ورکړې نو د داشان غونډو جوړیدل ورته ډیر مهم دي، یو خو ځوانانو ته فکر ورکوي چې د دا شان استادانو لاره تعقیب کړي او بله دا چې ځوانان نور هم هڅیږي چې د پښتو ژبې د پیاوړتیا لپاره کار وکړي.»

د یاد فکري بنسټ مشر اجمل جنت وایي، استاد صمیم په علمي او فرهنګي برخو کې د فعالیتونو ترڅنګ په خپلو کتابونو کې په ټولنه کې شته ناخوالې انځور کړي او د دې ترڅنګ يې په ټولنیزو او فرهنګي مسایلو کې روښانه معلومات وړاندې کړي دي.

جنت زیاتوي: «استاد صمیم د پښتو ژبې یو پیاوړی لیکوال دی او استاد دغه راز په کامې ولسوالۍ کې د ځوانانو لپاره د «حمزه» په نامه کتابتون جوړ کړی، چې هر ډول اثار او د هرې برخې کتابونه پکې شته دي او د څیړنو په برخه کې له ځوانانو سره مرسته کولای شي او ځونان باید د استاد لاره تعقیب کړي.»

د دې غونډې په پای کې استاد محمد اصف صمیم ژمنه وکړه، چې د پښتو ژبې د لا پیاوړتیا لپاره به خپلو هلو ځلو ته دوام ورکوي.
نوموړي پر ځوانانو هم غږ وکړ، چې د پښتو ژبې د بډاینې لپاره لا ډیر کار وکړي.

صمیم زیاتوي: «ځوانان باید پوه شي چې پښتو ژبه د نړۍ ،سیمې او هیواد دننه په کومه کچه ده، نو د همدې په درک سره باید ځوانان د پښتو ژبې د پیاوړتیا لپاره ډیر کار وکړي او هم خپل لید لور وټاکي او د ښه راتلوونکي لپاره دې ځوانان په علمي برخه کې لا ډیر کار وکړي.»

په ورته وخت کې د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست طالب چارواکي وايي، د هغو خلکو قدردانی کوي، چې د قلم له لارې د ټولنې خدمت کوي.

فرهنګیان وایي، استاد محمد اصف صمیم د پښو ادب هغه سرلاری دی، چی د دغې ژبې لپاره یې ډير کار کړی؛ ګڼ کتابونه يې لیکلي او اوس هم داسې ډير اثار لري، چی لا د چاپ په ګاڼه ندي سمبال شوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه