اطلاعات روز: د افغانستان لپاره د ايران سفير او ځانګړي استازي حسن کاظمي قمي ويلي، چې ايران ته د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت د سرپرست نور الدين عزيزي د سفر پر مهال د افغانستان او ايران تر منځ د سوداګريزو راکړو-ورکړو د زياتوالي په موخه ګټورې خبرې شوې دي.
ښاغلي قمي نن (پنج شنبه، ۲۵ د کب) پرلپسې ټويټونو کې ليکلي، چې د خواف – هرات د اورګاډي پټلۍ پرانيسته، په چابهار بندر کې د سوداګريزو فعاليتونو زياتول او په سرحدي ترمينلونو کې د ترانزيټي خنډونو لېرې کول د دوه اړخيزو خبرو اساسي موضوعات و.
نور الدين عزيزي د کب پر ۲۲مه په نيمروز ولايت کې د افغانستان او ايران تر منځ د دويم ورېښمين پل د پرانيستې په مراسمو کې ويلي و، چې د طالبانو حکومت غواړي له ايران سره تجارتي راکړه – ورکړه زياته کړي او د دواړو هيوادونو په سوداګريزو اړيکو کې اسانتيا را منځته کړي.
ده همدا راز ويلي و، چې له ايران سره د ګډو سوداګريزو بندرونو د وضعيت ارزونې په موخه ايران ته تللی او د نيمروز د بندر له کتلو سره – سره به چابهار بندر ته هم سفر ولري.
ايران د افغانستان د لوېديځ ګاونډي په توګه يو له هغو هيوادونو څخه دی چې افغانستان ترې هر کال د ميليونونو امريکايي ډالرو په ارزښت واردات کوي.
په دې وروستيو کې د ايران او طالبانو تر منځ اړیکې نږدې شوې دي او تهران د افغانستان سفارت طالب ډيپلوماټانو ته سپارلی دی.
