اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، د دې ولایت جلال اباد ښار کې دوو ماین چاودنو درې کسان ټپیان کړي دي.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږياڼي نن (یکشنبه، ۲۵ د سلواغې) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، نن سهار شاوخوا اته بجې د جلال اباد ښار د څلورمې ناحېې اړوند د چپرهار زړې هډې سیمه کې ځای پر ځای شویو دوو ماینونو چاودنه کړې چې له امله یې درې ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
خوږیانی زیاتوي: «د جلال اباد ښار د څلورمې ناحیې اړوند د چپرهار زړې هډې سره دوو چاودنو درې کسان ټپیان کړي دي.»
تراوسه د یادې پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.
