له افغانستانه د امريکا د وتنې ارزونه؛ مک کال د بايډن اداره د عامه افکارو په بې لارۍ تورنه کړه

اطلاعات روز: د متحده ايالاتو د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس مايک مک کال د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت تورن کړی چې له افغانستانه د امريکايي نظاميانو د وتلو په اړه په څېړنيز بهير کې خنډونه جوړوي او ويلي يې دي چې دا وزارت غواړي په امريکا کې عامه افکار بې لارې کړي.

نوموړي دا څرګندونې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د وياند نيډ پرايس هغو خبرو ته په ځواب کړي چې ويلي يې و، دا وزارت په څېړنو کې بشپړه همکاري کوي.

خو د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې له لوري چې د مايک مک کال کومه اعلاميه خپره شوې، پکې راغلي چې د بهرنيو چارو وزارت له افغانستانه د وتلو په اړه د کميټې د څېړنو په بهير کې خنډونه جوړوي «او موږ دا نشو زغملای.»

ده ويلي، چې د امريکا خلک حق لري چې له افغانستانه د فاجعه ناکې وتنې په اړه ځواب تر لاسه کړي.

مايک مک کال زياته کړې: «دا پر شاتګ پر دې حکومت يو داغ دی او د دې وزارت له لوري د خپل نه شفافيت د پټولو هڅې يو بل دليل دی چې موږ بايد ځوابونه تر لاسه کړو.»

د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې رييس وړاندې ويلي و، چې که د دې هيواد د بهرنيو چارو وزارت له افغانستانه د  وتلو په اړه اسناد وړاندې نه کړي، نو بايډن د حکومت د بهرنيو چارو وزير آنټوني بلينکن ته به احضاريه ولېږل شي.

د امريکا د کنګرې د بهرنيو اړيکو کميټې تېره اونۍ له افغانستانه د امريکا د وتنې په اړه د خپلو څېړنو په پېل کې د امريکايي نظاميانو شاهدي واورېده.

د متحده ايالاتو سمندري پوځي ټايلر وارګاس اندروز د هغو ورځو تفصيلي او عاطفي شاهدي ورکړې چې يوې چاودنې پکې د ۱۳ امريکايي نظاميانو او تر ۱۰۰ د زياتو افغانانو ژوند واخيست.

وارګاس اندروز دا پرشاتګ يو «ناورين» بللی او قانون جوړوونکو ته يې ويلي، چې «د نه توجيه وړ بې احتياطي او مسووليت نه منل موجود و.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه