اطلاعات روز: اسټرالیایي رسنيو راپور ورکړی چې د دې هيواد دولت د طالبانو تر واک لاندې د افغان وګړو پناه غوښتنې ته د رسيدګۍ بهير په پټه درولی دی.
ايس بي ايس نيوز ليکلي، چې د دې پرېکړې معنا داده چې اوس د افغانستان کوم وګړي په دام کې بند شوي، هغوی به يا همالته پاتېږي او يا به هم د پولې هاخواته خطرناک سفر کوي.
د دې رسنۍ په وينا، د کډوالۍ يو معتبر وکيل وايي، چې کارګر ګوند په دې کار سره «د افغانستان له ستونزې خپل لاسونه پاکوي.»
د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت ويبپاڼې ليکلي، چې د متقاضي د هويت او سابقې معلومولو لپاره هيڅ ډول بايوميټريک ازموينې نشته او نه هم په افغانستان کې د ويزې لپاره مرکه کېدلای شي.
په دې متن کې راغلي: «د اړمنو کسانو د پر وخت ميشتيدنې ډاډ شته او د بې باورۍ د کمولو لپاره [بايد ووايو] چې که کوم کسان د خپلو غوښتنليکونو په تمه وي او په بشردوستانه ډله کې نه راځي، که څه هم په افغانستان کې وي، ردېږي.»
د دې لړليک لومړيتوبونه د اسټراليا کارمندان، د هغوی شريکان، د هغوی تر ۱۸ کلونو کم عمره اولادونه، ښځې، مذهبي اقليتونه، ال جي بي ټي ټولنه او نور ټول اقليتونه پکې شامل دي.
ګلن کولوميتز يو نظامي وکيل دی چې د افغانستان د سلګونو پخوانيو متحدينو په تخليې کې يې مرسته کړې ده، مني چې د اسټراليا د کورنيو چارو وزارت ورته خبر ورکړی چې په افغانستان کې د دننه وګړو غوښتنليکونه دې نه ارزوي.
ده ويلي: «ستاسو غوښتنليکونو ته هيڅ رسيدګي نه کېږي، ځکه اسټراليا نشي کولای چې په افغانستان کې بايوميټريک ازموينه وکړي. موږ د دې موضوع په اړه پوښتنې وکړې خو هغوی وويل چې اوس سياست همدا دی.»
دا موضوع تر دې وروسته سپړل کېږي چې ايس بي ايس پښتو ويلي و، چې يو پخوانی همکار يې د خپلې کډوالۍ ويزې په تمه و مګر ويزه يې څو مياشتې وځنډېده او نوموړي له افغانستانه تېښته وکړه چې د ايټاليا په يوه ساحل کې د کښتۍ ډوبېدو له امله ومړ.
د اسټراليا د کورنيو او کډوالو چارو وزارتونو په دې اړه د ځواب ورکولو له غوښتنې سره – سره څه نه دي ويلي.
