ایراني پوله ساتو ځواکونو ۱۱ افغان ځوانان په ډزو وژلي

اطلاعات روز: نيمروز کې يوه ځايي سرچينه وايي، چې ایراني پوله ساتو ځواکونو هغه ۱۱ افغانان په ډزو وژلي چې غوښتل یې دغه هیواد ته په ناقانونه توګه واوړي.

سرچينه زیاتوي، دغه افغان ځوانان د ایران سيستان او بلوچستان ښار سره نږدې د دغه هیواد ځواکونو له لوري په ډزو ویشتل شوي او تیره ورځ (چهارشنبه، ۲۴ د کب) یې جسدونه د هیواد نیمروز ولایت ته رالیږدول شوي دي.

سرچینه زیاتوي، چې دغه ځوانان د نیمروز اوسېدونکي وو او دا پېښه څلور ورځې وړاندې رامنځته شوې وه.

د سرچينې په وينا د يادو ځوانانو جسدونه د ايران حکومت نیمروز کې د طالبانو مسوولینو ته سپارلي دي.

اطلاعات روز د وژل شویو ځوانانو په اړه نيمروز کې د طالبانو د ولايتي چارواکو د نظر اخيستلو هڅه وکړه خو، هغوی د يادې موضوع په اړه خپل نظر شريک نه کړ.

پر افغانستان د طالبانو واکمنیدو وروسته ګڼ شمیر ځوانانو د بې کارۍ، فقر او د طالبانو د بندیزونو له کبله په مرګونو لارو بهرنیو هیوادونو ته مخه کړې.

تيره مياشت هم په نيمروز کې دطالبانو ولايتي چارواکو خبر ورکړی و، چې دوی ته د ایران حکومت هغه ۵۵ جسدونه سپارلي چې په دغه هیواد کې په طبیعي پیښو او د ایراني ځواکونو له لوري په ډزو وژل شوي وو.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه