اطلاعات روز: د تروريزم د نړيوال شاخص (GTI) له مخې، افغانستان د څلورم کال لپاره له تروريزم څخه د اغېزمن شوي هيواد په توګه يو له ډېرو زيانمن شويو هيوادونو څخه دی. له دې شاخص سره سم، تر افغانستان وروسته بورکينافاسو او سوماليا هيوادونه دي.
دا شاخص په اسټراليا کې د اقتصاد او سولې د مېشتې موسېسې (IEP) له خوا ترتيب شوی دی.
دې موسېسې د تروريزم د نړيوال شاخص په لسمه نسخه کې ويلي، چې که په ۲۰۲۲ کال کې د تروريزم له امله د مرګ ژوبلې شمېر له ۲۰۲۱ سره پرتله شي نو نهه سلنه کمښت پکې راغلی دی او په دې کال کې ټولې مړينې شپږ زره او ۷۰۱ دي.
د اقتصاد او سولې موسېسې (IEP) ويلي، چې د کمو پېښو له امله مړينې کمې شوې دي. له شمېرو سره سم، په ۲۰۲۱ کې پنځه زره او ۴۶۳ بريدونو شوي دي او د ۲۰۲۲ پر مهال درې زره او ۹۵۵ بريدونه شوي چې تقريبا ۲۸ سلنه کمښت ښيي.
له دې سره – سره، په راپور کې راغلي، چې که افغانستان له دې شاخص څخه حذف شوی وای نو د تروريزم له امله مړينه څلور سلنه کمېدله. له راپور سره سم، په افغانستان کې ۷۵ سلنه بريدونه او ۵۸ سلنه مړينه کمه شوې ده.
په دې راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د ۲۰۲۲ پر مهال، ۲۲۵ پېښې ثبت شوې دي او د همدې پېښو له امله ۶۳۳ تنه وژل شوي او ۸۹۷ ژوبل شوي دي.
د اقتصاد او سولې په راپور کې راغلي، چې په افغانستان کې د بريدونو او مرګ ژوبلې له کمښت سره – سره دا هيواد په پرلپسې توګه څلورم کال هم له تروريزم څخه په زياته کچه اغيزمن شوی دی. تر افغانستان وروسته بورکينا فاسو او سوماليا په دويم او درېيم ځای کې دي. په دې درجه بندۍ کې پاکستان شپږم دی.
د دې موسېسې په وينا، د نړيوال تروريزم شاخص کې دولتي ځپنې او د دولتي ادارو له لوري تاوتريخوالی نه شاملېږي او په دې توګه هغه اعمال پکې نه دي راغلي چې د طالبانو له لوري ترسره شوي.
د ۲۰۲۲ پر مهال په نړۍ کې تر ټولو مرګونې ډله داعش او هغې پورې تړلې ډلې وې او تر دې وروسته الشباب، د بلوچستان د ازادۍ پوځ (BLA) او جماعت نصرت الاسلام والمسلمين (JNIM) دي.
