اطلاعات روز: د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ اوږده شخړه او دښمني نن (چهارشنبه، ۲۴ د کب) د قومي مخورو او د دغه ولایت لپاره د طالبانو د ولایتي مسوولینو په منځګړیتوب هواره شوه.
په پکتیکا کې د طالبانو له ولایتي ادارې څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه دښمني اووه کاله وړاندې د «امندخېلو» او «سیدخېلو» قومونو ترمنځ رامنځته شوې وه، چې له دواړو غاړو پکې شپږ کسان وژل شوي هم وو.
خبرپاڼه زیاتوي، چې قومي مشرانو د یادو قومونو مخور لاس په غاړه کړي او دغه اوږده دښمنۍ یې په دوستۍ بدله کړې ده.
پکتیکا د هیواد له هغو ولایتونو ګڼل کیږي چې لاهم په دغه ولایت کې لسګونه قومي شخړې او دښمنۍ چې په تېر کې د ځمکې، غره او اوبو په سر رامنځته شوې دي، پر ځای پاتې او په دې برخه کې د دغه ولایت اوسېدونکي د قومي مخورو رول مهم بولي او غوښتنه کوي چې د دې لپاره دې کوټلي ګامونه واخیستل شي.
په سویل ختیځ زون کې د د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست په مشرۍ د شخړو هواري لپاره کمېټه جوړه شوې، چې د لویې پکتیا لسګونه قومي مشران یې هم غړیتوب لري او د معلوماتو پر اساس چې تر اوسه یې په خوست، پکتیکا، پکتیکا او لوګر کې ځینې شخړې هوارې کړې هم دي.
