اطلاعات روز: په پکتیکا ولایت کې د طالبانو یوې امنیتي سرچینې ویلي، چې د دغه ولایت «فرضي کرښې» ته څېرمه په انګور اډه کې طالب ځواکونو له پاکستاني پوځیانو سره نښته کړې ده.
د سرچینې په حواله نښته تېره ورځ (دوشنبه، ۲۲ د کب) له افغان مساپرو سره د پاکستاني لوري د ناوړه چلند له امله رامنځته شوې او په وینا یې چې افغان لوري ته پکې یو ملکي وګړی ټپي شوی دی.
تر اوسه د دغې نښتې په اړه په پکتیکا کې د طالبانو امنیتي مسوولینو رسنیو ته څه نه دي ویلي او نه هم مقابل اړخ ته د تلفاتو معلومات ورکړل شوي دي.
دا نښته په داسې مهال رامنځته کیږي، چې تېره ورځ د ۲۰۳ منصوري قول اردو د قومندان په مشرۍ یو پلاوي په فرضي کرښه د طالبانو د سرحدي ځواکونو له امنیتي پوستو لیدنه کړې وه.
څه موده وړاندې د ننګرهار په تورخم، د کندهار په سپین بولدک او د پکتیا ولایت په ډنډپټان کې هم له پاکستاني ځواکونو سره نښتې شوې وې چې له امله یې دواړو غاړو ته مالي او ځاني تلفات هم اوښتي و.
