اطلاعات روز: کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې «ناپیژانده وسله والو» د دې ولایت شپږمه حوزه کې یو ۳۰ کلن سړی په ډزو وژلی دی.
یوې سرچینې وویل، چې وژل شوی کس هدایت الله نومیده او نن (شنبه، ۲۰ د کب) سهار د کندهار ښار شپږمې حوزې اړوند «دېماسوس» سیمه کې وژل شوی دی.
سرچینه زیاتوي، هدایت الله د کندهار میوند ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او له څه مودې راهیسې کندهار ښار کې اوسیده او کاريګري یې کوله.
کندهار کې د طالبانو ځایې امنیتي کسان هم دغه پېښه تاییدوي خو زیاتوي چې په دې اړه یې پلټنې پېل کړې دي.
د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم کندهار ولایت کې د بېلابېلو پېښو پرمهال خلک په نښه شوي خو، عاملین یې نه دي نیول شوي.
