فاریاب کې یوې ځوانې ښځې ځان وژنه وکړه

انځور: BBC

اطلاعات روز: فارياب کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په قيصار ولسوالۍ کې يوې ځوانې ښځې د تېزابو څښلو سره ځان وژنه کړې ده.

د دې ښځې نوم زهرا و او د فارياب د قيصار ولسوالۍ په قرايي سيمه کې د خواجه زاهدخان کلي اوسېدونکې وه. نوموړې د تېرې پنج شنبې ورځ (۱۸ د کب) ځان وژنه کړې ده.

د پېښې له سيمې يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې دې ځوانې ښځې د يو ګيلاس تيزاب په څښلو سره خپل ژوند پای ته رسولی دی.

سرچينه واييو چې د زهرا مېړه غوښتل دويمه ښځه وکړي، مګر دې مخالفت کړی دی.

د سرچينې په وينا، دې سړي يو څه وخت وړاندې د يوې نښتې پر مهال د خپلې ښځې ورور د چاقو په ګوزار ژوبل کړی و.

تر دې لانجې وروسته، د زهرا او د هغې د مېړه د کورنۍ تر منځ شخړه زياته شوې وه.

په فارياب کې ځايي طالب مسوولينو هم د زهرا د ځان وژنې لامل کورنۍ ستونزې يادې کړې دي.

په دې وروستيو کې د ښځو او نجونو د ځان وژنې په اړه زيات راپورونه ورکول کېږي. کورنی تاوتريخوالی، رواني ناروغۍ او د بې وزلۍ له کبله روحي فشار د دې وضعيت لامل ګڼل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه