اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي ځانګړې استازې او په کابل کې د دې سازمان د دفتر رييسې روزا اوتنبايوا د امنيت شورا په غونډه کې ويلي، چې د طالبانو په رهبرۍ کې يوه ډله د دې ډلې له اوسنيو دريځونو سره موافقه نه ده.
نوموړې ويلي، چې د طالبانو دا ډله په دې پوهېږي چې د خلکو اړتياوو ته بايد پام وشي.
د روزا اوتنبايوا په وينا، د طالبانو د رهبرۍ له دريځونو سره مخالف اړخ ښايي وکولای شي چې بدلون راولي، خو وخت کم دی.
دې وويل: «زه باور لرم چې د طالبانو په رهبرۍ او په ټول خوځښت کې داسې اړخ شته چې له هغه دريځ سره موافق نه دی چې د دې ډلې رهبري اوس غوره کړی دی. دا اړخ په دې پوهېږي چې د خلکو اړتياوو ته بايد پام وشي.»
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت د سرپرست سراج الدين حقاني له لوري په خوست کې تر وينا وروسته دا شکونه زيات شول چې د دې ډلې د رهبرانو تر منځ خپلمنځي اختلافات شته دي.
ده په خپلو خبرو کې وويل، چې خلک له اوسني حالت څخه خوښ نه دي: «ټول نظام چيلنج کول، بدنامول، منحصر کول … زموږ په ذهن کې په ابتکار بدل شوي دي، خدای دې زموږ نېتونه او اعمال اصلاح کړي.»
تر دې وروسته د طالبانو د لومړي وزير مرستيال عبدالسلام حنفي هم د ښځو پر زده کړو ضمني نيوکه وکړه، ويې ويل چې د مفتي دنده يوازې «ممنوع کول» نه دي. داسې ښکاري چې دا د نجونو پر زده کړه يوه ضمني نيوکه ده.
طالبان د دې ډلې د مشرانو تر منځ اختلافات ردوي او وايي، چې بهرنيان يې تر منځ د نفاق اچولو په هڅه کې دي.
افغانستان ته د مرستو کمولو شونتيا
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دې سازمان په امنيت شورا کې چې تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۷ د کب) د ښځو له نړيوالې ورځې سره هممهاله جوړه شوې وه، وويل چې افغانستان د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د حقونو په برخه کې تر ټولو ډېر ځپونکی هيواد دی.
دې زياته کړه، چې د نجونو پر لوړو زده کړو او په غير دولتي سازمانونو کې د ښځو پر کار بنديز به د افغانستان پر وګړو او د طالبانو او نړيوالې ټولنې تر منځ پر اړيکو جدي اغېز وکړي.
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وويل، چې که ښځې د کار کولو اجازه ونه لري، د افغانستان لپاره د نغدي مرستو په شمول به مالي مرستې کمې شي.
د دې په وينا، کوم غير دولتي سازمانونه چې د ښځو له خوا اداره کېږي، اړ شوي دي چې خپل فعاليت ودروي.
په نړۍ کې تر ټولو لوی انساني کړکېچ
د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې د دې سازمان په امنيت شورا کې وويل چې د افغانستان وګړي له نورو لارو سخت کړېږي.
د دې په وينا، افغانستان لا هم په نړۍ کې تر ټولو لوی انساني کړکېچ دی او سږ کال به د دې هيواد ۲۸ ميليونه وګړي د ژوندي پاتې کېدو لپاره بشرپالو مرستو ته اړتيا ولري.
روزا اوتنبايوا زياته کړې چې په افغانستان کې ۲۰ ميليونه وګړي د خوراکي نا امنۍ له کړکېچ سره مخ دي او شپږ ميليونه خلک له لوږې يو ګام واټن لري.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې له اړمندو سره د مرستې لپاره د ۴.۶۲ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځينه کارمندانو پر کار کولو بنديز
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، چې دا اندېښنه لري چې طالبان به په ملګرو ملتونو کې د ښځو پر کار کولو هم بنديز ولګوي.
د دې په وينا، طالبانو په پنځو ولايتونو کې هڅه کړې چې د ملګرو ملتونو په دفترونو کې د ښځو د کار کولو مخنيوی وکړي.
روزا اوتنبايوا زياته کړې، چې د طالبانو د دې کار له وجې په ځينو ولايتونو کې مرستې په لنډمهالې توګه درول شوې دي، ځکه د طالبانو ځايي چارواکو د مرستو د وېش لپاره د نه منلو وړ شرايط ايښي دي.
دې ټينګار کړی چې د ټولو بنديزونو لېرې کول هم د طالبانو او هم د افغانستان د وګړو په ګټه دي.
د داعش ګواښ
د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې وايي، چې په افغانستان کې د مرستندويو سازمانونو وړتيا د داعش د شونې ګواښ له وجې د زياتېدونکو اندېښنو تر اغېز لاندې ده.
دې ويلي: «موږ د هغه امنيت منندوی يو چې تر اوسه نيول شوی دی، خو موږ اندېښنه لرو چې حاکمه [ډله] نويو را پيدا کېدونکو ګواښونو ته د رسيدګۍ بشپړه وړتيا نه لري.» د دې په وينا، د دې ګواښونو کمبوت د ملګرو ملتونو د غړو هيوادونو همغږې او متحده پاملرنه غواړي.
