د تورخم له لارې پاکستان څخه له درې زرو زیاتې کورنۍ هیواد ته راستنې شوي

اطلاعات روز: ننګرهار کې د طالبانو د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست مسوولین وایي، چې په تیر یوه کال کې د تورخم له لارې پاکستان څخه له درې زرو زیاتې افغان کورنۍ هیواد ته راستنې شوي، چې زیاتره یې په مرکز جلال اباد ښار او ولسوالیو کې میشتې شوې دي.

د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کډوالو رییس اکرام الدین مفتون وایي، چې هره ورځ په اوسط ډول لس کورنۍ د تورخم له لارې هیواد ته راستنیږي او که ورته زمینه برابره شي زرګونه نورې کورنۍ به هم راستنې شي.

نوموړی په پاکستاني چارواکو هم نیوکه کوي او وایي، په یاد کې هیواد کې میشت افغان کډوال په یوه او بله بهانه د پاکستاني عسکرو له لوري ځورول کیږي.

بلخوا له پاکستان څخه راستانه شوي کډوال وایي، هیواد ته له راستندیو وروسته ورته څه ډول چې لازمه وه، مرستې نه دي رسیدلي او اوس مهال له سختو اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

زرولي خان څلور کاله کیږي چې له خپلې پنځلس کسیزه کورنۍ سره له پاکستان راستون شوی.

نوموړی وایي، راستانه شوي کډوال له زیاتو اقتصادي ستونزو کړيږي او دغه راز د طالبانو له حکومت د استوګنیزو نمرو د ویش غوښتنه کوي او وایي، زیاتره راستانه شوي کډوال د کور د نشتون له امله په کرایه کورونو کې ژوند تیروي.

زرولي خان زیاتوي:«له کله نه چې راستانه شوي یو له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یو او د ځای نشتون له امله اوس مهال په کرایه کور کې ژوند کوو له حکومت غوښتنه کوو، چې مونږ ته دې د استوګنې نمرې راکړي چې شته ستونزې حل شي.»

په ورته مهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د کډوالو چارو رییس اکرام الدین مفتون وایي، چې د مرستندویه موسېساتو په همکارۍ درې زره راستانه شویو کډوالو ته سرپناه برابره کړې او په پلان کې لري، چې پر مستحقو کډوالو د استوګنیزو نمرو د ویش لړۍ هم پېل کړي.

مفتون زیاتوي:«مونږ د کډوالو لپاره درې ښارګوټي لرو چې یو یې د خانکي، شیخ مصري او چمتلې ښارګوتی او زیاتره غصب هم په دې برخه کې شوی او په دې برخه کې تصفیه روانه ده او ټولو مستحقو کډوالو ته به د استوګنې نمرې ورکول کیږي، چې په دې برخه کې وزارت په یو پلان هم کار کوي.»

د ننګرهار د کډوالو او بیرته راستنیدونکو چارو ریاست د معالوماتو له مخې نه یوازې له پاکستان بلکې له ایران او ترکیې هم سږکال زر ګونه افغانان دې ولایت ته راستانه شوي، چې د یاد ریاست او نورو همکارو موسېسو په مرسته یې ورته دحرفوي زده کړو او وړ کاروبارونو په برخو کې د کار زمینې برابرې کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه