سویل ختیځ زون کې لاهم د موټرو پېر او پلور په کالدارو ترسره کیږي

پکتیا، خوست او لوګر کې د اونۍ په بېلابېلو ورځو کې د موټرو د خرڅلاو مېلې ترسره کیږي، چې له ډیرو ولایتونو ورته خلک راځي، خو دا پېر او پلور ټول په پاکستانۍ کالدارو ترسره کیږي چې د موټرو د پلورونکو په وینا د کالدارو د ارزښت له کمېدو وروسته اوس دوی هم د ګټې پر ځای له لوی تاوان سره مخ دي.

د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز او څمکنیو ولسوالۍ کې د هرې پنج شنبې په ورځ، خوست او د لوګر په مرکز پل عالم کې بیا د جمعې په ورځو کې د موټرو د پېر او پلور په موخه په لویه کچه مېلې ترسره کیږي چې سوداګر ورته له سویلي او ختیځو ولایتونو هم موټر د خرڅلاو لپاره راولي.

په پکتیا ولایت کې د موټرو یو تن کاروباري نور محمد له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د مېلې پر مهال موټر پلورونکي او پېرودونکي ټوله راکړه ورکړه په پاکستانۍ کالدارو ترسره کوي، چې دې چارې نه یوازې سوداګر له تاوان سره مخ کړي، بلکې د کالدارو مروج کېدو ته یې هم زمینه برابره کړې ده.

هغه وویل، په دې وروستیو کې د پاکستانۍ کالدارو ارزښت د پام وړ راښکته شوی چې له مخې یې د موټرو بیې د کالدارو په حساب په بېساري ډول لوړې شوې دي.

نوموړی وايي: «دلته ګردېز کې مونږ د پنج شنبې په ورځ یوه مېله لرو چې هره پنج شنبه ورته له کندهاره، جلال اباده، نیمروزه او داسې له نورو ولایتونو خلک موټر راولي او دلته یې خرڅلاو ته وړاندې کوي، خو ستونزه داده چې دلته یې خرڅلاو ټول په کالدارو ترسره کیږي چې دا کار د ګټې پر ځای مونږ له لوی تاوان سره مخ کړي یو.»

پکتیا کې د موټرو د پلور میله ځای چې د بېلابېلو ولایتونو ورته خلک موټر د پلور په موخه راولي. انځور: اطلاعات روز

ګردېز کې یو بل موټر پلورونکی داود شاه هم په کالدارو راکړه ورکړه د خلکو په ګټه نه بولي او وايي، که د دې ستونزې د هواري لپاره د طالبانو حکومت کوټلي ګامونه وانخلي، نو د افغانیو پر ځای به د پاکستانۍ کالدارو چلښت لاډېروالی ومومي.

هغه زیاته کړه چې ډیری موټر په پاکستانۍ کالدارو اخیستل کیږي او د خرڅلاو په هدف له کندهار او نورو سویلي ولایتونو د سویل ختیځ زون ته راوړل کیږي، چې کاروباریان یې د خپلې ګتې په موخه دلته هم په پاکستانۍ کالدارو پلوري.

داود شاه وویل: «دلته ټول موټر چې راځي نو په ناقانونه لارو را اړول کیږي او هلته یې چې سوداګر اخلي په کالدارو یې اخلي او وروسته چې دلته هم را ورسیږي نو په خلکو یې د خپلې ګټې لپاره په کالدارو پلوري، دا یوه پېچلې پروسه ده چې ګمان نه کوم داسې ژر دې د دغو موټرو کاروبار افغانیو ته واوړي.»

له دې ورهاخوا په خوست ولایت کې ورته اونېزه مېله جوړیږي چې سلګونه موټر د خرڅلاو لپاره پکې ولاړ وي.

د خوست ولایت اوسېدونکي حاجي میرزمان چې د دې ولایت د موټرو اونیزې مېلې ته راغلی و له اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، د کالدارو ارزښت خورا راکم شوی او هغه موټر چې پخوا به پرې پېر او پلور په کومه بیه ترسره کېده اوس پکې ۲۰ سلنه لوړ والی راغلی دی.

هغه وویل: «مونږ هم په دې خوښ نه یو چې راکړه ورکړه دې په کالدارو ترسره شي، ځکه ګټه پکې نشته او یوازې سوداګر پکې تاوان کوي. ارزښت خو یې دومره راکم شوی چې پخوا به د ویډز موټر په څلور یا پنځه لکه کالدارې اخیسته اوس هغه اته یا نهو لکو ته پورته شوی، چې دې ته په افغانیو حساب وکړې دوه لکه ایله ترې جوړیږي.»

خوست کې د موټرو د خرڅلاو جمعه بازار چې خلک پکې د موټرو پېر او پلور کوي. انځور: خواله رسنۍ

و مو غوښتل چې د کالدارو د راکړې ورکړې مخنیوي په اړه په خوست او لوګر ولایتونو کې د طالبانو د ولایتي مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو بریالي نه شو او د پکتیا د ترافیکو مدیر محمد منصور په کالدارو د موټرو خرڅلاو مخنیوی د دوی له توانه پورته کار وباله.

که څه هم طالبانو د سویل ختیځ زون په خوست، پکتیا او پکتیکا کې د کالدارو د راکړې ورکړې مخنیوي لپاره بار، بار هڅې کړي خو د نه تعقیب له امله په دې نه دي توانیدلي چې په ټوله مانا د بهرنۍ کرنسۍ د چلښت مخه ونیسي.

په یادو ولایتونو کې د موټرو په جوړېدونکو مېلو کې که څه هم د کالدارو مروج کېدو ته زمینه برابره شوې او دا د هیواد لپاره په زیان دی، خو ګټه یې دا ده چې د جوړېډونکو مېلو پر مهال  سلګونه کسانو ته پکې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

خلک له موټر پلورونکو غوښتنه کوي چې د موټرو پېر او پلور برخه کې دې له افغاني کرنسیو استفاده وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه