ننګرهار کې خلک د اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې د کور توکي وپلوري

انځور: اطلاعات روز

د طالبانو د حکومت په راتګ سره که له یوې خوا بې روزګاري زیاته شوې له بلې خوا خلک د کار نشتون او اقتصادي ستونزو له امله اړ شوي چې د کور مهم وسایل له مجبورۍ په کمه بیه وپلوري.

د جلال اباد ښار بهسودو پل ته څیرمه یو کوچنی بازار بیا په دې وروستیو کې د زړو توکو د پلور له امله بیخي ګرم شوی دی.

ډیری هغه کسان چې په دې ورځو کې د زړو توکو خرڅلاوځای ته ورځي، هغه کسان دي چې د طالبانو دحکومت په راتګ سره بې روزګاره شوي او اوس اړ شوي څو د خپلو کورونو توکي په کمه بیه وپلوري.

نویدالله چې له دې وړاندې یې په یوه بهرنۍ موسېسه کې دنده درلوده، خو اوس بې روزګاره شوی او له همدې امله اړ شوی  چې د خپل کور توکي د پلورلو په موخه د جلال اباد ښار د زړو توکو د پلور بازار ته راوړي.

نوموړی زیاتوي له مجبورۍ اړ شوی چې د کور توکي په کمه بیه وپلوري.

نویدالله زیاته کړه: «له دې وړاندې مې په یوه بهرنۍ موسېسه کې دنده درلوده، خو له کله چې طالبانو په موسېساتو کې د ښځینه وو په کار بندیز ولګاوه نو مونږ هم موسېساتو رخصت کړي یو او تراوسه بې روزګاره یم؛ څو میاشتې پوره کیږي اوس د کار نشتون او په کور کې د پیسو نشتون له امله اړ شوی یم چې د کور توکي په کمه بیه وپلورم، یخچال مې مخکې د دندې پرمهال په لس زر افغانۍ اخیستی و خو اوس مې له مجبورې ورځې په درې زره افغانۍ خرڅ کړ، څه وکړو بل کار نشته.»

په موسېساتو کې د طالبانو له لوري د ښځو پر کار بندیز وروسته یو شمیر کسانو خپلې دندې له لاسه ورکړي او اوس اړ شوي چې د خپل کور توکي وپلوري. انځور: اطلاعات روز

د نوموړي په خبره  د طالبانو له لوري د نجونو پرمخ د پوهنتونونو د تړلو او ورپسې په موسېسو او کورنيو او بهرنیو بنسټونو کې د ښځو پر کار د بندیز اړوند د فرمانونو له امله زیاتره موسېساتو خپل فعالیتونه درلولي او پخواني ټول کار کوونکي یې بې روزګاره شوي دي.

د ننګرهار یو بل اوسیدونکی عتیق الله وایي، د طالبانو دحکومت په راتګ سره خلک نه یوازې د غربت له مخې، بلکې د دې لپاره چې وکړای شي کډوالۍ ته مخه کړي هم د کورونو د توکو پلورلو ته زړه ښه کوي.

نوموړی زیاتوي د طالبانو له واکمنېدو وروسته د خلکو اقتصادي وضعیت خراب شوی او زرګونه وګړي بېکاره شوي دي.

د هغه په خبره د عاید لاسته راوړلو نشتون او د ژوند د دوام لپاره هڅه، د دې لامل شوي چې ډیری کورنۍ خپل د کور توکي وپلوري څو له ترلاسه شویو پیسو یې خوراکي توکي ترلاسه او په خپل هېواد کې څو ورځې او شپې تېرې کړي.

عتیق الله زیاته کړه: «ما له دې وړاندې یوې بهرنۍ موسېسې سره دنده درلوده او ژوند مو ښه جوړ و، خو له کله چې مې دنده ختمه شوې ډیر زیات له اقتصادي ستونزو سره مخ شوی یم او اوس غواړم د خپل کور توکي او نور وسایل په کمه بیه وپلورم او بهر کوم هیواد ته په قاچاقي ډول لاړ شم؛ ځکه دلته اقتصادي ستونزې زیاتې دي او دا حالت ورځ تربلې مخ په خرابیدو دی نو اوس مې پلان جوړ کړی چې دا د کور توکي وپلورم او په قاچاقي ډول ترکیه او یا بل هیواد ته لاړ شم.»

د ننګرهار بهسودو پله ته څیرمه د زړو توکو یو پلورنځی. انځور: اطلاعات روز

د سعیدالله په نامه د ننګرهار یو بل اوسیدونکی هم ورته شکایت کوي او وایي، له دې وړاندې یې ده او میرمن دواړو دندې درلودې، خو په تېرو میاشتو کې دواړو خپلې دندې له لاسه ورکړي دي.

نوموړی له طالبانو غوښتنه کوي چې د نجونو پرمخ د ښوونځيو او پوهنتونو د خلاصیدو ترڅنګ دې ښځینه وو ته په موسېساتو کې د کار اجازه ورکړي.

د هغه په خبره په موسېسو کې د ښځو پر کار د بندیز فرمان د دې لامل شو چې مرضیه خپله دنده له لاسه ورکړي او د نجونو پر زده کړو بندیز دواړه د تدریس له دوام نه ناهیلی کړي دي.

سعیدالله زیاته کړه: «له دې وړاندې مې میرمن په یوه موسېسه کې کار کوونکې وه او دغه راز زه په یو خصوصي ښوونځي کې ښوونکې وم، خو په دې وروستیو کې ما هم خپله دنده له لاسه ورکړې او میرمن مې هم او لامل یې د طالبانو له لوري د کار پر وړاندې ستونزې او خنډونه دي اوس له زیاتو اقتصادي ستونزو سره مخ یو له طالبانو غواړو چې مونږ ته دې د کار زمینه برابره کړي او دغه شته خنډونو ته دې د حل یوه مناسبه لاره ولټوي.»

واک ته د طالبانو له رسیدو سره طالب چارواکو د سختو محدودیتونو لګیدو له امله زرګونه هېوادوالو کډوالۍ ته مخه کړې.

ځینې یې چې په هېواد کې پاتې دي، هم د غربت او بیکارۍ له امله په ډېر بد وضعیت کې ژوند تیروي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه