اطلاعات روز: د ښځو د نړيوالې ورځې يا هم د مارچ د اتمې په مناسبت د تخار ولايت د مرکز تالقان ښار په يوه سرپټي ځای کې یوه ډله معترضې ښځې راټولې شوې وې او د تبعيض نه منلو شعار يې ورکاوه.
دوی غوښتنه وکړه چې د بشري حقونو بنسټونه او د ملګرو ملتونو سازمان دې په افغانستان کې پر ښځو کېدونکي تاوتريخوالي ته پام وکړي.
د تخار د ښځو د موج اتحاد او همبستګي خوځښت مسوولې مبشرا تالقاني پر ښځو د طالبانو لګېدلو بنديزونو ته په اشارې سره وويل، چې دوی د مارچ د اتمې په مناسبت له ۷۶ اړو ښځو سره نغدي مرسته کړې ده.
نن (چهارشنبه، ۱۷ د کب) په کابل کې هم معترضې ښځې د مارچ د اتمې يا هم د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت د کابل واټونو ته راووتلې او د «ډوډۍ، کار او ازادۍ» شعار يې ورکړ.
دې ښځو په خپل پرېکړه ليک کې وويل، چې دا دويم د مارچ اتم دی چې په افغانستان کې د طالبانو تر واک لاندې ښځې له خپلو ابتدايي حقونو محرومې دي.
د معترضو ښځو په پرېکړهليک کې راغلي دي چې نړۍ بايد خپله «شرموونکې» چوپتيا ماته کړي او د دې وخت را رسېدلی چې د افغانستان له ښځو سره په څنګ کې ودرېږي او د افغانستان د ښځو غږ بدرګه کړي.
