اطلاعات روز: په هرات ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت د اوبو رسولو او کاناليزاسيون رييس محمد نادر کاکړ له خپلو دوو ساتونکو سره يو ځای په يوه وسله وال بريد کې وژل شوی دی.
يوې سرچينې اطلاعات روز ورځپاڼې ته وويل، چې کاکړ نن (چهارشنبه، ۱۷ د کب) سهار د هرات ښار په فرقه جاده کې د وسله والو کسانو له بريد سره مخ شوی دی.
د سرچينې په وينا، په دې بريد کې درې نور کسان ژوبل شوي هم دي. سرچينې زیاته کړه چې ژوبل او وژل شوي کسان د هرات حوزوي روغتون ته وړل شوي دي.
د دې بريد پړه تر اوسه چا نه ده منلې.
په هرات کې د طالبانو مسوولينو هم تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د سرچينو په وينا، محمد نادر کاکړ په تېر حکومت کې د هرات د اوبو رسونې او کاناليزاسيون رييس تاکل شوی و او د طالبانو تر واکمنېدو وروسته هم پر خپله دنده پاتې و.
