اطلاعات روز: د سرور دانش په مشرۍ «د افغانستان د عدالت او ازادۍ» ګوند د بشري حقونو او ښځو کميټې د مارچ د اتمې یا د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت ويلي، چې د افغانستان ښځې د طالبانو تر «افراطي حاکميت» لاندې له بد حالت سره مخ دي او نړۍ دا وضعيت ننداره کوي.
د دې ګوند په اعلاميه کې چې نن (سېشنبه، ۱۶ د کب) خپره شوې، راغلي چې افغانستان نن «د ښاروندو په ځانګړې توګه د ښځو لپاره په يوه واقعي لوی زندان بدل شوی دی».
د دانش ګوند ويلي، چې د طالبانو تر واکمنېدو وروسته، افغانستان د بشري حقونو او په ځانګړې توګه د ښځو د حقونو له اړخه د خپل تاريخ تر ټولو تيارې ورځې تېروي.
دې ګوند زياته کړې چې د افغانستان وګړی نن له خپلو ابتدايي او اساسي انساني حقونو محروم دی او نيمه ټولنه يعني ښځې له سياسي، ټولنيز او اقتصادي فعاليت څخه په بشپړه توګه حذف شوې دي.
د عدالت او ازادۍ د ګوند په اعلاميه کې راغلي: «په داسې حال کې چې نړۍ په ټولو انساني حقونو کې د ښځې او نارينه د برابرۍ خبره کوي، خو نن په افغانستان کې ښځې له خپلو طبيعي او لومړنيو حقونو لکه زده کړې، د کار حق، د سياسي ګډون حق، د ازادۍ له حق او نورو څخه بې برخې شوې دي.»
دې ګوند زياته کړې چې د بشري حقونو د نړيوالو قواعدو د ښکاره نقض د مخنيوي لپاره بايد د ملګرو ملتونو په شمول نړيواله ټولنه، د بشري حقونو بنسټونه او غړي دولتونه د افغانستان د ښځو او نجونو ملاتړ وکړي تر څو خپلو لومړنيو حقونو لکه تحصيل ته لاسرسی پيدا کړي او د طالبانو له لوري د ښځينه حقونو د نقض د مخنيوي لپاره بايد عملي اقدام وکړي.
د دانش ګوند له نړيوالې ټولنې او هيوادونو، په ځانګړې توګه له اسلامي هيوادونو غوښتي چې د افغانستان د خلکو د حقونو او واقعي ګټو ملاتړ دي وکړي او طالبان دې «په هيڅ صورت» په رسميت نه پېژني او «اجازه دې نه ورکوي چې د افغانستان پر خلکو په ځانګړې توګه پر ښځو نور ظلم او ستم وشي».
