ننګرهار کې د کتاب لوستنې د دود د پیاوړتیا هڅې

اطلاعات روز: د ننګرهار پوهنتون مخې ته د جلال اباد ښاروالۍ او د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په همغږۍ د کتاب لوستنې په موخه نندارتون پرانستل شو.

طالب چارواکي وایي، یاد نندارتون نن (سې شنبه، ۱۶ د کب) پرانستل شو او دوه ورځې به دوام وکړي، چې موخه یې په ټولنه کې د مطالعې فرهنګ عامول او د ځوانانو فکري رغونه ده.

د جلال اباد ښاروالۍ لپاره د طالبانو سکټوري او تخنیکي چارو امر عبیدالله شیرزاد د نندارتون د پرانیستې پر مهال وویل، چې په یاد نندارتون کې بېلابېل ډول علمي او ګټور کتابونه د خلکو د لوستنې په پار نندارې ته ايښودل شوي دي.

په ورته مهال د ننګرهار لپاره د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رییس نور محمد حنیف د کتاب لوستنې په موخه د دا ډول نندارتونونو جوړیدل د مطالعې فرهنګ دودیدو په موخه ګټور بولي.

نوموړی زیاتوي د مرکزي دولتي کتابوتون د شتون ترڅنګ په پلان کې لري، چې په نږدي راتلوونکي کې د دې ولایت په ټولو ولسوالیو کې کتابتونونه جوړ کړي.

د نندارتون ګډونوال بیا کتاب لوستنې ته د ځوانانو پام اړولو په موخه د یاد نندارتون له جوړیدو هرکلی کوي.

عثمان همدرد د یاد نندارتون له ګډونوالو څخه دی، هغه پر نورو ځوانانو غږ کوي چې خپل وخت دې بې ځایه نه تیروي او کتاب لوستنې ته دې مخه وکړي.

په دې وروستیو کې د ننګرهار په بیلابیلو سیمو کې د کتاب لوستنې کمپاینونه ډیر شوي او خلک یې هم ستاینه کوي.

دوی وایي دا ډول هڅې د کتاب لوست مینه لا زیاتولی شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه