اطلاعات روز: کابل کې د ملګرو ملتونو د معاونت دفتر (يوناما) وايي، چې ټاکل شوې د ملګرو ملتونو امنيت شورا سبا (چهارشنبه، ۱۷ د کب) د افغانستان په اړه غونډه وکړي.
په دې غونډه کې به د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې روزا اوتنبايوا خبرې وکړي.
يوناما د دې غونډې د اجنډا په اړه څه نه دي ويلي.
تمه کېږي چې په سبانۍ غونډه کې به افغانستان کې بشري بحران او د بشري حقونو وضعيت محوري موضوعات وي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي ريچارډ بېنټ په خپل دويم راپور کې چې تېره ورځ د بشري حقونو شورا ته وړاندې شو ويلي، چې د ۲۰۲۲ ميلادي کال د وروستيو شپږو مياشتو پر مهال په افغانستان کې د بشري حقونو وضعيت بدتر شوی دی.
په دې راپور کې راغلي، چې د ښځو او نجونو د حقونو سيسټماټيک نقض زيات شوی او بنسټيزې ازادۍ لکه د سولييزو غونډو جوړول، د بيان ازادي، د ژوند کولو او د بد چلند پر وړاندې د خونديتوب حق د هرې ورځې په تېرېدو سره نور هم پايمال کېږي.
په خپله بېنټ د تېرې ورځې په راپور کې وويل، چې «د طالبانو قصدي او محاسبه شوی سياست» د ښځو او نجونو له بشري حقونو انکار او له ټولنيز ژوند څخه د هغوی محو کول دي.
