اطلاعات روز: ننګرهار کې د ګلبهار په نوم د یوه بنسټ مسوولین وایي، چې په تیر یوه کال کې یې د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار او بېلابېلو ولسوالیو کې ۱۲۰۰هغه میرمنې چې د کورنۍ سرپرست یې نه درلود، د خیاطۍ په برخه کې روزلې دي.
د یاد بنسټ مطبوعاتي مسوول عبدالرازق همدرد وایي، چې دوی تازه په جلال اباد ښار کې۱۵۰ نورې هغه کونډې او بې وزله میرمنې چې د خیاطۍ په برخه کې روزنه ورکړل شوې وه فارغې کړې.
نوموړی زیاتوي پر یادو مېرمنو یې د یو میلیون افغانیو په ارزښت د خیاطۍ ماشینونه او نور وسایل وویشل، څو د خپل کورني اقتصاد پياوړتیا او ستونزو حل په برخه کې ترې ګټه واخلي.
د نوموړي په خبره په دوی کې هغه مېرمنې شاملې دي، چې د کور مسوولیت پر غاړه لري او یا هم له بد اقتصادي وضعیت کړېږي.
شازیه او عایشه د هغه مېرمنو له ډلې دي چې په دې پروګرام کې روزل شوې دي. دوی خوښي ښکاره کوي او زیاتوي چې د ناسم اقتصادي وضعیت له کبله له زیاتو ستونزو سره مخ دي او تمه ښيي چې په خپلو کورونو کې د کار پېلولو پرمټ به وکولای شي چې له دې لارې د خپلې کورنۍ لګښتونه تر یوه بریده پوره کړي.
شازیه زیاته کړه: «زه کونډه یم او خاوند مې مړ شوی او اوس د دولس کسیزه کورنۍ سرپرستي راترغاړې ده، ډیره خوشاله یم چې دلته مې خیاطي زده کړه او له دې لارې به خپلې کورنۍ ته نفقه برابروم.»
عایشه بیا وایي:«خاوند مې ناروغ دی او نور اولادونه مې کوچني دي، د پېسو د پیدا کیدو بله لاره نه لرم، د همدې خیاطۍ له لارې به پېسې ګټو او د خپلې کورنۍ اقتصادي ستونزې به حل کوم.»
په ورته مهال د یاد پروګرام یوه ګډونواله میرمن زرمینه له نورو مرستهکوونکو بنسټونو هم غواړي، چې د مېرمنو لپاره دې ورته ځانګړې برنامې جوړ کړي، څو وکولای شي چې په خپلو کورونو کې د کار او زیار پرمټ خپلو ستونزو ته حل لار وګوري.
زرمینه زیاتوي:«که چیرې په کورنۍ کې ښځه او خاوند دواړه کار وکړي نو په دې سره کورنی تاوتریخوالی هم نه رامنځته کیږي او دغه راز له نور بنسټونو هم غواړو چې باید د ښځو لپاره دې د کار زمینه برابره کړي.»
په هیواد کې د سیاسي تحولاتو وروسته اقتصادي ستونزو له امله ګڼ خلک کړېږي او غوښتنه کوي، چې حکومت دې د شته اقتصادي ستونزو د حل په موخه کوچني کاروبارونه زیات کړي.
