اطلاعات روز: د ښځينه محصلينو يوې ډلې په يوه ليک کې د افغانستان له نارينه محصلينو او استادانو غوښتي چې پوهنتونونه دې تحريم کړي. د طالبانو له اعلان سره سم، ټاکل شوې چې نن (دوشنبه، ۱۵ د کب) د سړو سيمو پوهنتونونه يوازې د نارينه محصلينو لپاره پرانستل شي.
ښځینه محصلينو ليکلي، چې دوی دا ليک نارينه محصلينو او استادانو ته له «غم او هيلې په ډک» زړه ليکلی دی.
دوی وايي، چې په زرګونو نارينه محصلينو د نجونو د تحصيل تر ځنډېدو وروسته، په ټول افغانستان کې د بېلابېلو بيانونو په خپرولو له «نجونو او تاريخ» سره ژمنه وکړه چې تر څو د نجونو پر وړاندې پوهنتونونه نه وي پرانستل شوي، دوی به هم ټولګيو ته نه حاضرېږي.
ښځينه محصلينو په خپل ليک کې ليکلي: «زموږ ستاسو ژمنه په ياد ده او په تمه يو چې يوه بله افسانوي دوشنبه ثبت کړئ، تر څو نړۍ د عدالت او ازادۍ لپاره ستاسو مبارزه وويني او تاريخ ته شرمېدلي نه ياست.»
دوی ويلي، چې په ټول افغانستان کې په ميليونونو نجونې به له اوښکو په ډکو سترګو د نارينه محصلينو مبارزې ته ګوري.
ښځينه محصلینو د پوهنتون له نارينه محصلينو او استادانو غوښتي: «موږ پر تاسو غږ کوو چې پوهنتونونه تحريم کړئ او طالبانو ته درس ورکړئ چې کله يو ملت پرېکړه وکړي، نو کولای شي د يوې تروريستي ډلې جوړښتونه په ساده ډول له منځه يوسي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د پوهنتونونو د پرانستل کېدو نېټه يوازې د نارينهوو لپاره اعلان کړې ده.
طالبانو د مرغومي مياشتې په لومړيو کې په پوهنتونونو کې د نجونو تحصيل وځنډاوه. د دې ډلې چارواکو ويل چې د نجونو لپاره د پوهنتونونو د خلاصولو لپاره پر يوه طرحه کار کوي؛ خو ښکاري چې داسي څه نشته.
د نجونو د تحصيل تر ځنډېدو وروسته د پوهنتون يو شمير استادانو د «يا ټول يا نه» په شعار سره له تدريس ورکولو لاس واخيست او د بېلابېلو پوهنتونو محصلينو وويل، چې له نجونو پرته پوهنتون ته نه ځي.
