اطلاعات روز: کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي چې د دغه ولایت په ماڼوګي ولسوالۍ کې د نامعلومو کسانو له لوري دځنګل سلګونه ونې وهل شوي دي.
د یادې ولسوالۍ یو اوسیدونکی عبدالقیوم وایي، چې د کونړ د ماڼوګي ولسوالۍ اړوند په« لیچلام» سیمه کې تیره شپه (شنبه، ۱۳ د کب) د ځنګله نږدې زر شنې ونې پرې شوې دي.
نوموړی پر ځایي طالب چارواکو هم نیوکه کوي، چې د ځنګلونو د ساتنې په برخه کې ناغیړي کوي چې له امله یې د هیواد ملي شتمني له منځه وړل کیږي.
بلخوا د کونړ لپاره د طالبانو د ځنګلونو ساتنې شنې قطعې قومندان محمد امین هم مني، چې د ماڼوګي ولسوالۍ په لیچلام سیمه کې شاوخوا زر شنې ونې پرې شوې دي.
نوموړی وایي، تراوسه معلومه نه ده چې د ځنګل یادې ونې د چا لخوا وهل شوي خو، زیاتوي چې هڅې یې پېل کړي څو د یادې پېښې عاملین ونیسي.
هغه زیاتوي ، ۳۰ کسیزه قطعه يې د کورنیو چارو وزارت په چوکاټ کې فعالیت کوي خو په وینا يې، دغه شمېر د ټول ولایت د ځنګلونو ساتنې لپاره بسنه نه کوي.
نوموړي د شنې قطعې د تشکیل زیاتولو غوښتنه کوي چې باید دغې قطعې ته ښه وسایل او تجهزیات ورکړل شي څو په ښه ډول د ځنګلونو ساتنه وکړای شي.
کونړ کې د ځنګل یادې ونې داسې مهال وهل شوي، چې طالبانو ویلي چې په د ځنګلونو د ساتنې په موخه یې ځانګړې شنه قعطه رامنځته کړې چې موخه یې د ځنګلونو ساتنه ده.
