هلمند کې د چرګ غوښې هرې کیلو بیه کې ۸۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی

اطلاعات روز: هلمند کې ځايي خلک شکايت کوي چې روانه میاشت په دې ولایت کې د چرګانو قیمتونه لوړ شوي او د هرې کیلو غوښې بیه کې ۸۰ افغانۍ زیاتوالی راغلی دی.

د هلمند ولايت د مرکز لښګرګاه ښار اوسيدونکي وایي، چې يوه مياشت وړاندې د چرګ د يوې کيلو غوښې قيمت ۱۳۰ افغانۍ و، خو اوس یې قیمت ۲۱۰ افغانیو ته پورته شوی دی.

د مرکز لښکرګاه يو اوسيدونکی عبدالجبار وايي، چې د چرګ د غوښې قیمتونه په داسې حال کې زیات شوي چې دوی د اقتصادي ستونزو سره مخ دي او په دومره لوړ قیمت یې د پېر توان نه لري.

هغه وويل:«خلک اقتصادي ستونزې لري ولاکه د سهار ماښام ډوډۍ پیداکيږي زموږ په روزانې يو کيلو غوښه نه کيږي باید حکومت د دغه غوښو قيمتونو ته پام وکړي.»

د هلمند ولايت يو بل اوسیدونکی محمدصادق هم ورته ادعا کوي او زياتوي چې د چرګ یوه کيلو غوښه په ۱۳۰ افغانۍ وه، خو روانه میاشت یې بیو کې زیاتوالی راغلی دی.

هغه وايي، چې دوی د روژې میاشتې رارسيدو ته انديښمن دي او ويره لري چې په دې ولايت کې به د غوښو قيمتونه نور هم لوړ شي او غريب خلک به يې د اخيستلو وس ونه لري.

په ورته وخت کې بیا د چرګ غوښې پلورونکي خپلسري قیمتونه او د پاکستانۍ کالدارو ټیټوالی د غوښو د قیمتونو یو له علتونو څخه ګڼي.

په لښګرکاه ښار کې د چرګ د غوښې یو پلورونکی ګل اغا وايي، چې د چرګ د غوښې بیې ځکه لوړې شوي چې له یوې خوا خلک  پاکستانۍ کالدارې کاروي او له بلې خوا د چرګانو فارم لرونکو لخوا خپلسرې اتحادیې جوړې شوي دي.

دی زیاتوي، د چرګانو د فارم لرونکو لخوا یوه اتحادیه جوړه شوې چې په ښار کې ټولو قصابانو ته په لوړه بیه چرګان ورکوي، چې له امله دوی هم اړ دي خپله ګټه ورباندې واچوي.

نوموړی وویل:«موږ ته چرګان اتحادیه راکوي چې یوه کیلو په ۲۰۰ افغانۍ حسابوي، نو موږ مجبور یو خپله ګټه وکړو.»

هغه د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د هغه احتکار کوونکو مخه دې ونیسي چې په خپلسري توګه د خوارکي توکو بیې لوړوې او یا نرخونه ټاکي.

دغه راز د لښکرګاه ښاروالۍ لپاره د طالبانو د عامه اړیکو مسوول محمد طاهر ابشار هم مني چې په دې ولايت کې د چرګ د غوښې قيمتونه د فارم لرونکو لخوا څخه پر خپل سر لوړ شوي دي.

دی وايي، چې د فارم لرونکو لخوا جوړه شوې اتحاديه د اعتبار وړ نه ده او په خبره يې چې دوی به ډير ژر په دې ولايت کې د غوښو لپاره نوي قيمتونه وټاکي.

نوموړی زیاتوي، نه يوازې دا چې د غوښو قيمتونه به د ښاروالۍ لخوا وټاکل شي بلکې په دې ولايت کې به د ټولو توکو لپاره ځانګړي قيمتونه وټاکي او خلکو ته به یې واک کې ورکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه