اطلاعات روز: خوست ولایت کې د اسماعېلو او مندوزیو ولسوالۍ اړوند مشکوڼې سیمه کې د «مشکوڼ» په نوم هغه پُل چې د سېلابونو له امله تحریب شوی و، تر بیا رغېدو وروسته نن (شنبه، ۱۳ د کب) ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
په دغه ولایت کې د طالبانو ولایتي مسوولین وايي، چې په دغه پُل څه باندې ۴۰ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی او په خبره یې چې د ۶۰ متره په اوږدوالي او ۱۰ متره سور سره یې دواړو غاړو ته استنادي دیوالونه هم جوړ شوي دي.
مسوولین زیاتوي چې د دغه پُل د بیارغونې لګښت د دولت له بودیجې ورکړل شوی دی.
دغه راز د مندوزیو ولسوالۍ اوسېدونکي هم د یاد پُل په جوړېدو خوښ دي او وايي، هغه مهال چې دا پُل تخریب شوی و، دوی به په تګ- راتګ کې له ګڼو ستونزو سره مخ و.
دا په داسې حال کې ده چې د خوست ولایت په ځینو سیمو کې لا هم ګڼ پُلونه او واړه پلچکونه د سېلابونو او جګړو له امله تخریب شوي چې ځايي خلک یې له طالبانو د بیارغولو غوښتنه کوي.
