اطلاعات روز: کندهار ښار کې ځایي سرچینې وایي، چې «وسله والو غلو» په دې ښار کې يو سوداګر په ډزو ويشتلی او د هغه څه باندې دوه میلیونه کالدارې یې له ځان سره وړي دي.
یوې سرچینې وویل، چې دغه پیښه نن (شنبه، ۱۳ د کب) غرمه شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې د کندهار ښار لومړۍ حوزې اړوند سیمه کې رامنځته شوې ده.
سرچينې زیاتوي، چې دغه سوداګر له هلمند ولايت څخه کندهار ښار ته شاوخوا دوه میلیونه او ۲۰۰ زره کالدارې د سوداګرۍ په موخه راوړې چې د «وسله والو غلو» ښکار شو.
د طالبانو ځايي امنيتي مسوولينو هم ياده پېښه تایيد کړې خو، زياتوي چې په دې تړاو يې پلټنې پېل کړي دي.
د دغه سوداګر د هویت په اړه معلومات ندي په ډاګه شوي.
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې کندهاريان د وسله والو غلو له زیاتېدو شکايت کوي او له ځايي طالب مسوولينو غوښتنه کوي چې په ښار او ولسواليو کې امنيت ټینګ کړي.
