بلخ کې دواطلبو نجونو ته په کانکور ازموينه کې د ګډون فورمې وېشل کېږي

اطلاعات روز: په بلخ ولايت کې له پوهنې رياست څخه باوري سرچينې وايي، چې له ښوونځي څخه فارغو نجونو ته په کانکور ازموينه کې د ګډون فورمې وېشل کېږي.

دې سرچينې چې نه غوښتل نوم يې ياد شي، نن (شنبه، ۱۳ د کب) وویل، چې بلخ ته له معارف وزارت څخه د لېږل شوي مکتوب پر اساس به، له دولسم ټولګيو فارغو نجونو ته په کانکور ازموينه کې د ګډون فورمې توزيع شي.

دا سرچينه زياتوي چې که څه هم تر اوسه روښانه نه ده چې ښځينه زده کوونکې به وکولای شي چې د راتلونکي کال په کانکور کې ګډون وکړي او که نه، خو ويل شوي چې فورمونه بايد تر لاسه کړي.

که څه هم په کانکور ازموينه کې د نجونو ګډون له ابهام سره مخ دی، خو کومې نجونې چې له ډېره وخته د دې ازموينې په تمه دي، په ازموينه کې د ګډون د فورمو په توزيع خوشاله دي.

يو څه وخت وړاندې هم په هرات ولايت کې سرچينو اطلاعات روز ورځپاڼې ته ويلي و چې داوطلبو ښځینه زده کوونکو ته په کانکور ازموينه کې د ګډون فورمې وېشل شوې دي.

دا په داسې حال ده چې طالبانو تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځیو ته له تګ بندې کړي او پوهنتونونه يې هم د نجونو پر وړاندې تړلي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه