اطلاعات روز: د طالبانو تر کنټرول لاندې رسنیو ادعا کړې چې په هرات ښار کې د داعش پر یوه پټنځای د دې ډلې د ځواکونو په عملیاتو کې د پنځو نارینه او یوې ښځې په ګډون د داعش شپږ غړي وژل شوي دي.
باختر خبري اژانس د هرات ولايت دسيمه ييزو طالب چارواکو له خولې ليکلي، چې دغه عمليات تيره شپه (جمعه، ١٢ د کب) ترسره شوي چې په ترڅ کې يې يوه اندازه وسلې او مهمات د دغې ډلې دځواکونو لاس ته هم ورغلي دي.
بلخوا هرات ښار کې ځايي سرچينې هم وايي، چې تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې د هرات ښار د څوارلسمې امنيتي حوزې اړوند د «رباط کابلی ها» په سيمه کې د طالبانو او وسله والو ترمنځ نښته شوې ده.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، دغې وسله والې نښتې شاوخوا نيم ساعت دوام وکړ او دواړو لورو سپکې او درنې وسلې کارولې.
څو شپې وړاندې کابل ښار هم د چاودنو او وسله والو نښتو شاهد و، چې وروسته طالبانو اعلان وکړ، چې د خیرخانې ذاکرین ښارګوټي کې یې د داعش پټنځای په نښه کړی دی.
سرچينې وايي، چې طالبان د دا ډول عملياتو پر مهال د خپلې موخې کورونو د تخریبولو لپاره له «بشکه یي» ماینونو کار اخلي او هغه څه له منځه وړي، چې دوی یې د داعش پټنځايونه بولي.
