کندهار کې سږکال د تازه ګلانو د پېر او پلور بازار پېکه شوی

کندهار کې ګل پلورونکي شکایت کوي، چې د پسرلي رارسیدو سره سم یې بېلابېل ګلان بازار ته ویستلي خو، وایي چې خلک د اقتصادي ستونزو له امله د ګلانو د پېر وس نه لري.

کندهار یو له هغو ولایتونو دی چې پکې سر او کال ګل خانې د ګلانو مینوالو پرمخ خلاصې وي خو، سږکال د ګل خانو مسوولین وایي، چې وچکالۍ او اقتصادي ستونزو د دوی بازار پېکه کړی او خلک د ګلانو پېر ته زړه نه ښه کوي.

احمدالله يو له هغو کسانو څخه دی چې د کندهار ښار د سردار مدد خان څلور لارې ته څېرمه د تازه ګلانو او نیالګیو پلورنځی لري، دی وایي، تېرکال یې د موسم رارسېدو وړاندې لسګونه بوټي پلورلي وو، خو زیاتوي چې سږکال بازار سوړ دی او ډیر نه پلورل کېږي.

هغه اطلاعات روز وویل، چې سږکال خلک د اقتصادي ستونزو او پيسو نشتون له امله د ګلانو رانيولو شوق نه کوي نو ځکه د دوی کاروبار کمزوری شوی.

کندهار ښار کې د سردار مدد خان څلور لارې ته څیرمه یوه ګل خانه.

په دې ګل خانه کې که څه هم لسګونه بېلابېل ډوله ګلونه شتون لري خو، پر دغه لار د تیریدونکو ګڼو خلکو څخه هيڅوک هم نه غواړي چې ګلان راونيسي.

احمدالله زیاتوي، هغه ګلان چې دوی یې په همدې ګل خانو کې پلوري زياته برخه يې د کندهار د ولسواليو ترڅنګ له ننګرهار او هلمند څخه دغه ولايت ته راوړل کېږي.

د ده په وينا چې اوس مهال دغلته خلک تر ډېره د ګلانو پرځای د میوې نیالګي اخلي څو په کورونو، باغونو او باغچو کې میوه لرونکې ونې ولري.

کندهار کې د ګلانو دغه پلورونکي زياته کړه: «هغه نيالګي چې له جلال اباد څخه راوړل کېږي بيې ېې لوړې شوي او دغه نور چې د کندهار  شاوخوا ولسواليو څخه ښار ته راوړل کېږي په بيو کي لس يا شل افغانۍ لوړوالی راغلی؛ دلته د ګلانو قیمت له ۲۰ افغانيو څخه بيا تر ۲۰۰۰ افغانيو پورې دی.»

احمدالله یو له هغو کسانو دی چې کندهار کې ګلان او نیالګي پلوري.

همدارنګه د حشمت الله په نوم د يوې بلې ګل خانې مسوول‌ اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې سږکال که له یوې خوا د ګل خانو شمیر زیات شوی خو، له له بلې خوا بیا خلکو د ګلانو پېر ته شا کړې ده.

دی وایي، د نورو کلونو پرمهال به ورڅخه د عامو وګړو ترڅنګ دولتي ادارو هم ګلونه پيرل او وروسته به يې پر خلکو په وړيا ډول ويشل چې اوس داسې څه نه تر سترګو کېږي.

د هغه په وينا چې سږکال کندهار کې د اقتصادي ستونزو له کبله څوک ګلان نه پيري او د ټولې ورځې په جریان کې آن ۵۰ نيالګي هم نه شي پلورلای.

د ده له قوله:«د‌ ګلانو شوق په ډک جیب کيږي د نورو ولايتونو څخه چې کوم ګلان راوړل کېدل د هغو قيمتونه پورته شوي؛ خلک اوس په اقتصادي ستونزو کې راګير دي د هيچا د ګلانو شوق نه دی په ياد تر پروسږکال مو کاروبار لوېدلی غوښتنه خو مو داده چې د زراعت رياست زموږ سره د ګلانو په روزنه او پالنه کې همکاري وکړي.»

د‌ ګلونو دغه پلورونکي وويل، سږکال ډيرو کسانو د بېکارۍ او اقتصادي ستونزو له کبله د ګلونو خرڅلاو کاروبار پېل کړ خو، د څو ورځو له تېرېدو وروسته بيرته په شا شول.

د میوه لرونکو نیالګیو یو پلورنځی چې ډیری کندهاریان یې مینوال شوي او پیري یې.

دغه راز د تازه او زينتي ګلانو مېنه‌وال بیا وايي، سږکال کندهار کې د وچکالۍ او اقتصادي ستونزو له امله د ګلونو مېنه‌وال کم شوي.

د تازه ګلونو مېنه‌وال شفيع الله بارکزی وایي، نور کلونه به يې هر کال له ګل خانو ګلونه پيرل خو، سږکال د بېکارۍ له وجې نه غواړي د تازه ګلانو شوق وکړي.

نوموړی زياتوي، اوس زيات شمېر کسان د خپلې خوښې او شوق ګلونه د‌ هيواد له شمالي او سويل ختيځ ولايتونه څخه پيري او دغلته د نورو کلونو په پرتله د ګران بيو زينتي ګلانو کاروبارخراب شوی.

هغه اطلاعات روز ته وويل: «ټول خلک بېکاره شوي، اوبه نشته اقتصاد مو سره کمزوری شوی؛ پخوا مې يوازې ۱۵۰ ګلدانۍ درلودې خو سږکال ژمي وچې کړې ټولې ګلدانۍ خالي ولاړې دي پيسې نشته چې ګلان ورته راونيسم.»

ده زياته کړه، چې سږکال کندهار کې له نورو ولايتونو څخه د راوړل شويو تازه او زينتي ګلونو بوټي ګران شوي چې په وينا يې يو لامل يې د لارو په اوږدو کې د لوړو کرايو اخيستل دي.

دغه راز کندهار کې د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست د کرنيزو چارو امر شمس الرحمن موسی وایي، کندهار کې يې د جواز لرونکو ګل خانو او نیالګي پلورونکو سره هر راز مرستې کړي دي.

موسي وايي، د ګل خانو د اتحاديې د مسوولينو له لوري ورسره ټولې ستونزې شريکي شوي او د حل کېدو په تړوا يې هڅې روانې کړې دي.

د هغه په وينا چې کندهار کې د کرنې رياست او ښاروالۍ مقام په پلان کې لري څو، د ګل خانو د ملاتړ او ښار د ښکلا په نيت نور زينتي بوټي راونيسي او په مختلفو سيمو کې یې کینوي.

ده وويل: «موږ پخوا هم د ګلخانو حمايت کړی او اوس يې هم کوو، دا زينتي بوټي دي موږ هڅه کوو ترڅو د ښار د ښکلا په نيت يې د دوی څخه په مناسبه بيه راونيسو او ورسته یې شنه کړو، خلک بايد په ټولو ځايونو کې د ګلونو ساتنه وکړي.»

د يادونې وړ ده چې نور کلونه به کندهار کې د تازه زينتي ګلونو کاروبار خورا ګرم و، خو سږکال د د بېکاريو، وچکاليو او اقتصادي ستونزو له امله د ګلانو کاروبار پېکه شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه