اطلاعات روز: کندهار کې د طالبانو د ښاروالۍ او کرنې ریاست له لوري په دې ولایت کې په دوو جلا کمپاينونو کې د ۵۰ زرو بېلابېل ډوله نيالګيو کینولو لړۍ پېل شوې ده.
د کندهار ولايت لپاره د طالبانو د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریيس محمود مظلوم وايي، د نيالګيو کینولو دغه لړۍ يې له کندهار ښار څخه پېل کړې او تر ولسواليو به يې وغځوي.
دی وايي، د کرنې رياست له لوري به شل زره بیلابیل ډوله نيالګي کينول شي. همدا راز نوموړی د خلکو غوښتنه کوي ترڅو د نیالګیو ساتنه وکړي او نور خلک هم وهڅوي چې نیالګي کینوي.
مظلوم وویل: «د دغو نيالګیو ډيره برخه په ښار کې د زرغونتيا لپاره اېښودل کېږي او د دې ترڅنګ هغو ولسواليو ته چې نوې ودانۍ ورته جوړې شوي هم دا کمپاین غځوو.»
دغه راز د کندهار لپاره د طالبانو ښاروال نعمت الله حسن بیا وایي، چې دوی د کندهار له داخلي بودیجې د ښار په څوارلسو ناحيو کې د ۳۰زره نيالګيو کېنولو لړۍ پېل کړې.
نوموړی وايي، دغه نيالګي به د يوې مياشتې په اوږدو کې کېنول شي او په راتلونکي کې پلان لري ترڅو دغه ډول نور کمپاينونه هم په لار واچوي.
د ده په وینا:«په دې نيالګيو کې ناجو، والپام، خرما، نارنج، مارفنګ، تورمرچ، بوتل برش، ګلګلاب او دېوالزن شامل دي چې زموږ د کسانو له لوري په کېنول شي.»
په ورته وخت کې د کندهار اوسېدونکي له خلکو غواړي ترڅو خپلو اولادونو ته د نيالګيو په ساتنه کې عامه پوهاوی وکړي.
دوی وايي، د کېنول شويو نيالګيو زياته برخه د ماشومانو لخوا تخريب اويا له منځه وړل کېږي چې ورسره يو وخت د ښار زرغونتيا ته زيان رسیږي.
د يادونې وړ ده چې سږکال کندهار کې ترنورو کلونو لږ نيالګي کينول کېږي، خو مسوولين وايي د کال په جريان کې به د نيالګيو کېنولو نور کمپاينونه هم ترسره کړي.
