د ښځو د تعلیم او کار پر سر اختلاف؛ د طالبانو مشر له مجاهد او حقاني سره وکتل

اطلاعات روز: د طالبانو مشر ملا هبت الله اخندزاده په کندهار کې د دې ډلې د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ وزارتونو له سرپرستانو سره کتلي دي.

کندهار ولايت کې سرچينې وايي، چې دغو سرپرستو وزيرانو د ملاهبت الله په غوښتنه کندهار ته سفر کړى او پر داخلي اختلافاتو سربیره یې د نجونو پر  زده کړو، د ښځو پر کار او نورو بېلابېلو موضوعاتو خبرې کړې دي.

په همدې حال کې د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد نن (پنج شنبه، ۱۱ د کب) په يوې خپرې شوې اعلامیه کې ليکلي، چې دغه لیدنه د کابل، کندهار، کاپيسا، بغلان، فارياب، خوست او ننګرهار ولايتونو د يو شمېر ديني عالمانو په حضور کې جوړه شوې وه.

اعلامیه کې راغلي، چې د طالبانو مشر په دې لیدنه کې دیني عالمانو ته ویلي، چې خپلو مسوولیتونو ته متوجه اوسي.

ملا هبت الله په دې غونډه کې حاضرو ديني عالمانو ته هم لارښوونه کړې، چې د اسلامي نظام په ښه ډول خدمت وکړي، ديني علومو ته وده ورکړي، کتابونه او مقالې وليکي او اسلامي شريعت پلي کړي.

ذبیح الله مجاهد هم په دې اعلامیه کې لیکلي، چې دیني عالمانو په دې لیدنه کې ژمنه کړې، چې د طالبانو د مشرتابه د فرامینو او احکامو عملي کول او د ولس ستونزې حلول خپله وجیبه ګڼي.

مجاهد د دې لیدنې بشپړ جزیات ندي خپاره کړي چې نور پر څه بحث شوی دی.

د طالبانو د کابینې د څلورو سرپرستو وزیرانو په ګډون د دفاع د سرپرست وزیر یعقوب مجاهد او د کورنیو چارو د سرپرست وزیر سراج الدین حقاني سره د دې ډلې د مشر لیدنه داسې مهال کېږي چې تر دې وړاندې د دوی ترمنځ د اختلافاتو راپورونه ورکړل شوي وو او همدارنګه هبت الله اخندزاده له دوی سره لیدنې ته لیوال نه و.

تر دې وړاندې په جلا جلا غونډو کې یعقوب مجاهد او سراج الدین حقاني په خپلو ویناوو کې د واک انحصار او د طالبانو د مشرتابه له لوري د خلکو مشروع غوښتنو ته په پام نه کولو نیوکې کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه