اطلاعات روز: ټاکل شوې چې د امريکا متحده ايالاتو د استازو جرګې د بهرنيو اړيکو کمېټه به تر راتلونکې اونۍ له افغانستانه د متحده ايالاتو د وتلو په تړاو لومړنۍ استماعیه غونډه وکړي.
د هيل له راپور سره سم، دا غونډه د روانې کب میاشتې پر ۱۷مه نیټه ترسره کېږي او په دې غونډه کې به د هغو دوو ډلو مشران رابلل کېږي چې له افغانستانه وتونکو ته يې چارټر الوتنې برابرې کړي او شاهدي به ورکوي.
دا دوې ډلې «د ۲۱ متفقينو هوايي کرښې» او د «پاين اپل وظيفوي ډله» دي چې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د بوديجې تر تأمينېدو وروسته يې چمتووالی ښودلی و چې له افغانستانه خلک انتقال کړي.
له کومه وخته چې جمهوريت غوښتونکو د امريکا د کانګرس واک اخيستی دی، له هغه مهاله دا د افغانستان په اړه د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو د کميټې لومړنۍ استماعیه غونډه ده.
په دې اړه څېړنې د کانګرس د نوي رييس مايکل مک کال په مشرۍ کېږي، نوموړی له افغانستانه د ولسمشر بايډن د بې نظمې وتنې په تړاو په انتقادي راپور کې هم شامل دی.
له افغانستانه د وتلو لپاره لومړنی توافق د ډونلډ ټرمپ د ولسمشرۍ پر مهال وشو، وروسته چې کله جوبايډن واک ته ورسېد دا توافق يې عملي کړ.
د هيل له راپور سره سم، جمهوريت غوښتونکو په خپل راپور کې د جرم د اثبات لپاره هيڅ مستدل دليل نه دی وړاندې کړی او په مقابل کې يې پېښو ته هغسې کتلي لکه ډېری امريکايانو چې د ټلويزیون پر پرده ليدلې دي.
له دې سره – سره، د امريکا د استازو مجلس د بهرنيو اړيکو کميټې هيله څرګنده کړې چې له خپل اوسني ځواک څخه په استفادې به له افغانستانه د بايډن حکومت د وتلو په اړه د نورې همکارۍ زمينه برابره کړي.
د جمهوري غوښتونکي ګوند په راپور کې چې د تېر کال د اګست په میاشت کې له افغانستان څخه د امریکايي ځواکونو د وتلو د کلیزې پر مهال خپور شو، راغلي: «د بایډن حکومت او په ځانګړي ډول د بهرنیو چارو وزارت له افغانستانه د امریکا د بې قید او شرطه وتلو په اړه کانګرس ته د لازمو معلوماتو د نه ورکړې له امله د بشپړو او دقيقو تحقيقاتو د کولو لپاره د دې اقليت کميټې وړتيا کمه کړې.»
دا په داسې حال کې ده چې ټولو بنسټونو د نظارتي اقداماتو د کولو په اړه د بايډن د حکومت پر اقداماتو دې ته ورته نيوکې کړې دي.
د افغانستان د بيارغونې لپاره د امريکا پلټونکي (سيګار) دوه ځله د امريکا کانګرس ته خبر ورکړی دی چې د بهرنيو چارو وزارت او د متحده ايالاتو د پرمختيايي ادارې (USAID) له لوري د معلوماتو په تر لاسه کولو کې له ستونزو سره مخ دي.
