د بشر حقونو څار: نړۍ کې ښځه ځپونکي د طالبانو له لوري د بشري حقونو له تروړنې الهام اخلې

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار بنسټ د ښځينه برخې مسوولې هيدر بار ويلي، چې په ټوله نړۍ کې «ښځه ځپونکي» په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو تروړنې زړور کړي او الهام يې ځنې اخيستی دی.

اغلې بار نن (پنج شنبه، ۱۱ د کب) سهار د يوه ټويټ له لارې په ايران کې د زده کوونکو ځنځيري مسموميت ته په اشارې سره ليکلي، چې د طالبانو او په نړۍ کې د «ښځه ځپونکو» ګډه موخه د جنسيتي اپارتايد تحميلول دي.

د دې په وينا، نړيوالې ټولنې په افغانستان کې د طالبانو له لوري د ښځو او نجونو د حقونو تروړنې ته موثر ځواب نه دی ورکړی او دا د دې لامل شوی دی چې نور «ښځه ځپونکي» له طالبانو الهام واخلي.

هيدر بار په داسې حال کې د ايران د مسمومو شويو نجونو لور ته اشاره کړې چې د وروستيو مياشتو پر مهال د ايران په بېلابېلو ښارونو کې په سلګونو نجونې مسمومې شوې دي.

ايراني چارواکو د مسموميت عاملين نه دي ښودلي، خو له خارجي عواملو سره يې تړلي ګڼلي. د ايران د معارف وزارت ويلي، چې په ښوونځيو کې د «مسمومي ګازونو د خپرولو سرچينه» پلټي.

دې لور ته په افغانستان کې (د ايران ختيځ ګاونډی) طالبانو پر افغانستان له واکمنېدو سره سم تر شپږم ټولګي پورته نجونې ښوونځيو ته له تلو منع کړې دي. دې ډلې يو څه وخت وړاندې نجونې پوهنتونو ته له تلو هم بندې کړې.

د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت په خپل تازه فرمان کې پوهنتونونه يوازې د نارينه محصلينو لپاره پرانيستي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه