اطلاعات روز: د ننګرهار کرنې ریاست چارواکي وایي، د دغه ولایت په کوز کونړ یا ښېوې ولسوالۍ کې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د بیرو ځنګل جوړولو چارې په چټکۍ دوام لري.
د دغه ولایت لپاره د طالبانو د کرنې رییس عبدالستار محمدي وایي، چې د بېرو یاد ځنګل د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند د شګې سيمې په غونډيو کې جوړیږي چې چارې یې اتیا سلنه بشپړې شوې دي.
نوموړی زیاتوي د بیرو یاد ځنګل په جوړیدو سره به د شاتو مچیو فارم لرونکو ته به د مچیو روزلو ښه زمینه برابره شي.
محمدي زیاتوي: «د ننګرهار کرنې ریاست له لوري په ښېوې ولسوالۍ کې په ۱۵۰۰ جریبه ځمکه د بیرو ځنګل د جوړولو چارې پیل کړي او ۸۰ سلنه کار یې بشپړ شوی، چې د ځنګل په جوړیدو سره به ځایي خلکو ته د شاتو مچۍ د روزنې په موخه وویشل شي او دغه راز به د شاتو مچیو روزنکو ستونزه هم حل شي.»
بلخوا په ننګرهار کې د شاتو مچیو روزنکي شکایت کوي، چې ډیر کله د بېرو د ځنګلونو او باغونو د نشتوالي له امله مجبورېږي، چې مچۍ له زیاتو قانوني پروسو وروسته پاکستان ته ولېږدوي او هلته په لوړ لګښت شات توليد کړي.
د شاتو مچيو د روزنکو فارمونو د اتحاديې مشر رياض محمد رودوال تمه لري، چې دا ډول ځنګلونو په جوړیدو سره به مچۍ روزنکي له کړاو او د نورو هيوادونو له احتیاج خلاص کړي.
رودوال زیاته کړه: «په دې وروستیو کې چې په ننګرهار، لغمان او هلمند ولایتونو کې د بیرو ځنګلونو د جوړولو چارې پېل شوي دا یو ښه اقدام دی، نو دې سره به د شاتو حاصلات زیات شي.»
د شاتو مچيو د روزنې يو بل فارم لرونکي فقیرحسن وایي، پاکستان او نورو هیوادونو ته د مچیو له انتقال ستړي شوي یو، نو اړتیا ده چې په کور دننه ورته د پلوڅو او بېرو مصنوعي باغونه جوړ شي.
د هغه په خبره ننګرهار چې یو کرنيز ولايت دی او ډېرې سيمې يې د کال اکثرو مياشتو کې شنې وي، د شاتو مچيو د روزلو لپاره مناسب ځاى دى.
د ننګرهار د کرنې ریاست د معلوماتو پر اساس اوس مهال په دغه ولايت کې د شاتو د توليد لپاره د مچيو روزنې ۶۰۰ لوی او واړه فارمونه فعالیت کوي چې هر کال شاوخوا پنځه سوه ټنه شات توليدوي.
