يو ملګری مې هند ته په ماسټرۍ تللی و، هلته يې انجينري ويله. ده به کيسه کوله چې يوه پروفيسره ډېره تکړه وه او دی خورا تېرې اغېزمن و. دی وايي هر وخت چې به په ټولګي کې وم او د دې پوهې ته به حيرت وړی وم، نو دا اندېښنه به هم راته پیدا شوه چې دا دومره ښايسته بشر به له دومره پوهې سره دوزخ ته ځي. د ده په ذهن کې همدا خبره له هنده د يوې نه هيريدونکې خاطرې په توګه مېخ پاتې وه. زما يې د خبرې تر اورېدو وروسته دې ته فکر شو چې د نورو په اړه قضاوت زموږ د ټولنې په وګړو کې ډېر زيات عام دی، دا قضاوت خو ډېر وخت دې مرحلې ته هم رسېږي چې د نورو د اخرت په اړه هم له ځان سره پرېکړې او قضاوتونه کوو.
له رواني پلوه قضاوت کول يو لوی بحث دی، ما په يوه فارسي مقاله کې لوستي و چې د روانپوهنې له اړخه د قضاوت یو دليل دادی چې انسان ابهام نه غواړي او د هر څه لپاره د وضاحت په لټه دی. له همدې وجې چې کله قضاوت کوي نو د خپلې پخوانۍ تجربې او پوهې پر اساس يې کوي چې ده ته قطعي او سمه ښکاري. په دې مقاله کې د قضاوت پر نورو دلايلو هم بحث شوی و، خو ماته يې جالبه دا وه چې په رښتيا هم ډېر وختونه زموږ فکر دا وي چې په څه زه پوهېږم، څه ما ليدلي دي او د نړۍ او کايناتو په اړه کوم څه ما په خپل ټولنيز يا زدکړييز چاپېريال کې زده کړې دي، همدا به له هره اړخه يوازيني وي.
زه داسې انګېرم چې زموږ په ټولنه کې د عمومي او مطلق قضاوت مسئله ډېره عامه ده او د همدې قضاوت له امله د ټولنې خلک د ژوند له ډېرو مسايلو سره نه رښتنی چلند کوي، يا يې هم نه شي کولای. زه چې کله په ټولنه کې له بېلابېلو بانفوذه دريځونو او يا افرادو څخه د ژوند، نړۍ او نورو ټولنيزو مسايلو په اړه عام قضاوتونه اورم او تر همدې اغېز لاندې د خلکو چلند ته ګورم، نو اړتيا احساسوم چې خلک بايد تر خپلو قضاوتونو وړاندې يو څه مکث وکړي. که د ټولنې شاوخوا سترګې وغړوو نو هرې خوا ته د ځان او ټولنې عيبونه او نيمګړتياوې ليدلای شو مګر له دې سره – سره زه وينم او اورم چې د ستونزو په اړه هم زموږ چلند او فکر قضاوت کوونکی دی. د دې پر ځای چې پر خپله نيمګړتيا او عيب اعتراف وکړو، هڅه دا کېږي چې د دې عيب او نيمګړتيا پړه له ځان/موږ پرته بل څوک وګڼل شي.
د مثال په ډول، زه وينم چې کله پر بېسوادۍ بحث کېږي نو د دې پر ځای چې په دې لړ کې د خپل مسووليت او هڅو تقصير ومنو، زموږ لومړۍ هڅه دا وي چې لومړی په دې کې يو بل څوک پړ وګڼل شي چې اصلا زه او يا مې هم ټولنه د همدوی/همده له لاسه بېسواده پاتې ده، کنه زه به اوس ډېر وړاندې وای. داسې نو د ژوند ډېر اړخونه دي، له فرهنګه واخله، تر سياسته، تر ټولنې، تر فردي او کورني ژوند پورې. زه يو عمومي قضاوت تل اورم چې پښتانه په خپل کلتور، ژبې، تاريخ او نورو وياړ کوي او بيا د قضاوت داسې مرحلې ته رسېږي چې په موږ خو نورو څه کانې وکړې، کنې اوس به موږ هم له نړۍ سره سيال وای. زه دلته په دې بېلګه کې بهرنۍ مداخله نه ردوم، خو د قضاوت د روحيې له مخې دا خبره کوم چې د يوې مسئلې په اړه دغه ډول اپروچ باندينی دی. په دې معنا چې موږ له بهره د ځان په اړه قضاوت کوو، نه دا چې له خپله ځانه پېل وکړو، خپل د قوت او ضعف ټکي وپېژنو او بيا د قضاوت مرحلې ته ولاړ شو يعنې په دغسې مواردو کې بايد اعتراف تر قضاوت وړاندې وي. همدا چلند د دې باعث شوی دی چې موږ د خپل کلتور او تاريخ په يو دوو وياړونو او ښېګڼو فخر وکړو خو پر سلو نورو عيبونو يې چوپ پاتې شو او يا مو هم د همدې چلند له وجې ورته هيڅ فکر نه شي، يا هم ښايي راته مهم ښکاره نه شي ځکه هغه عيب اصلا موږ خپل نه بولو.
د قضاوت کولو روحيه به ډېر عوامل ولري، خو د عواملو تر څنګ يې دا اړخ هم مهم دی چې زموږ سترګې له خپلو نيمګړتياوو را پټوي. همدا اوس زموږ په ټولنه کې د ښځو او نجونو پر زده کړې، کار، ټولنیز ژوند او فعاليت او ډېرو اساسي بشري حقونو بنديز دی خو موږ کولای شو ووينو چې په دغسې حالت کې هم داسې ډېر وګړي پيدا کېږي چې د دوی له اند سره سم د نورو ملتونو پر نيمګړتياوو قضاوت کوي، په داسې حال کې چې د کور مسئله بايد موږ ته تر هر څه ډېر لومړيتوب ولري. او يا هم که څوک پر ښځو له بنديزونو سره موافق وي، هغوی ته خپله تجربه يا هم د دوی له وينا سره سم يې پوهه دومره بشپړه ښکاري چې هيڅ دا اړتيا نه احساسوي چې په دې اړه د نورو خبرې او استدلال هم واوري، ښايي د اورېدلو په صورت کې هم د قضاوت د روحيې تر اغېز لاندې خپل نظر بدل نه کړي.
که فکر وکړو شاوخوا د سلګونو او زرګونو ټولنيزو قضاوتونو بېلګې ليدلای شو چې خلک يې په بېلابېلو موردونو کې کوي. ماته د يوه ارواپوه ليکوال خبره را يادېږي، هغه وايي چې د قضاوتونو د کولو يو لامل دا هم دی چې يو څوک د ځان په اړه د کمترۍ احساس ولري. دی/دا يا هم دوی نه شي کولای چې د نورو په څېر چلند او کار وکړي، نو پر ځان خپله بې باوري او د کمترۍ احساس د نورو په اړه په قضاوت سره پټوي. زه چې کله د خپلې ټولنې بد وضعيت ته ګورم او د دې ناخوالو په منځ کې د ژوند، ټولنې، جهان او علومو په اړه د ټولنې د افرادو قضاوتونه او مطلق برداشتونه وينم، همدا خبره مې مخې ته درېږي چې ښايي دا ټول قضاوتونه له واقعيته د تېښتې يوه ناخوداګاه/اګاهانه هڅه وي.
د ياد ليکوال چې له بده مرغه يې له ما نوم هېر شوی دی، سپارښتنه داده چې د قضاوت تر کولو وړاندې صبر وکړئ او له ځانه وپوښتئ چې ايا نظر مو سم دی، ايا ټولو اړخونو ته دې پام کړی دی، ايا تګلاره مو معقوله ده؟ داسې نورې پوښتنې چې تاسو کولای شئ په وسيله يې خپل قضاوت چيلنج کړئ.
د قضاوتونو ننګول له دې حالته د وتلو يوازينۍ لار ده. موږ چې په خپل ژوند کې د کومو پديدو، پېښو، باورونو او دودونو په اړه کوم قضاوتونه کوو او پر همدې اساس د را ټولو شويو تجربو پر اساس نور څه ارزوو او په اړه يې پرېکړه کوو، بايد تل دې ته هم چمتو واوسو چې د خپل فکر او قضاوت په اړه پوښتنه وکړو او هڅه وکړو چې فکر او قضاوت مو چيلنج کړای شي. ډېر زيات قضاوتونه چې موږ ته سپېڅلي ښکاري او په وسيله يې موږ د ژوند مسير بدلوو او غواړو د همدې قضاوتونو او پرېکړو په وسيله نور هم رهبري کړو د پوښتنې له ازموينې سره يې هرو-مرو مخ کړئ. قضاوت د انسان ورکه ده، پر انسان ګرانه وي او په ژوند کې ډېر قضاوتونه ورته سپېڅلي او محترم وي او ښايي له پوښتنې کولو وېره ولري چې هسې نه هغه قضاوت ترې واخلي چې ده ته ارزښت لري او ده ته تسکين ورکوي خو پوښتنې زموږ قضاوت او فکر صيقل کوي، قضاوت نور هم شفاف کوي او د فکري پرمختابه دا بهير نور هم په زړه پورې کېږي چې په دې لړ کې ورسره زموږ د فردي او ټولنيز ژوند پرمختګ هم تړلی دی.
که زموږ قضاوتونه له پوښتنو وېره ولري، هغه بيا سپېڅلي مه ګڼئ.
