اطلاعات روز: په خوست ولایت کې هر کال د «زرغون خوست» تر نوم لاندې د نوي کال په راتګ سره د نیالګیو کینولو مېله ترسره کیږي چې نن هم دا درې ورځنۍ مېله د دغه ولایت د مرکز اړوند ازادۍ غونډۍ د تپې پر سر پېل شوه، چې له مخې به یې په بېلابېلو سیمو کې زرګونه نیالګي کینول شي.
په همدې موخه په جوړو شویو مراسمو کې د خوست ولایت لپاره د طالبانو ولایتي چارواکو وویل، چې دوی به د زرغون خوست لپاره زرګونه مثمرې او غیر مثمرې ونې کینوي، خو د دې ولایت اوسېدونکي بیا نیوکه کوي چې په مرکز کې هر کال زرګونه نیالګي کینول کیږي خو د اړونده ادارو د نه پاملرنې له امله وچیږي.
دوی غوښتنه کوي چې د دغو نیالګیو دې په سمه توګه پالنه وشي او د روزنې لپاره دې ورته د اوبو منظم سیستم برابر شي.
د دغه ولایت د طالبانو ښاروال بسم الله بلال بیا د نن (چهارشنبه، ۱۰ د کب) مېلې د پېل په مراسمو کې که څه هم د تازه نیالګیو کره شمېر په ډاګه نه کړ، خو ډاډ یې ورکړ، چې د نویو کینول شویو نیالګیو به په ښه ډول ساتنه کوي او په دې برخه کې یې له خوستي ولس هم د همکارۍ غوښتنه وکړه.
خوست د هیواد له کرنیزو ولایتونو ګڼل کیږي او ډیری خلک یې په کرنه او مالدارۍ بوخت دي او له دې لارې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاوې پوره کوي.
