اطلاعات روز: د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال عبدالغني برادر وايي، چې امريکا نړيوالو ته اجازه نه ورکوي چې له طالبانو سره تعامل وکړي.
برادر دا څرګندونې نن (چارشنبه، ۱۰ د کب) د دوحې د درېيمې کليزې په اړه د طالبانو په يوه غونډه کې کړې دي.
د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس له راپور سره سم، برادر ويلي چې د کب لسمه يوه مهمه او ارزښتمنه ورځ ده او درې کاله وړاندې په همدې ورځ په افغانستان کې د درېيم «اشغالګر» پر تابوت وروستی ميخ ووهل شو.
برادر ويلي: «امريکا په غير قانوني توګه د افغانستان پانګه کنګل کړې او د اسلامي امارت (د طالبانو رژيم) د مشرانو نومونه يې په تور ليست کې اچولي او نړيوالو ته هم له افغانانو سره د تعامل اجازه نه ورکوي.»
د طالبانو د رییس الوزرا اقتصادي مرستيال همدا راز ويلي، چې له نړيوالو سره تعامل يوه اړتيا ده او د دې ډلې حکومت له نړيوالو سره د مثبت تعامل غوښتونکی دی. دا په داسې حال کې ده چې د يوه نيم کال تر تېرېدو وروسته هم هيڅ هيواد طالبان په رسميت نه دي پېژندلي.
ده د خپلو څرګندونو په يوه برخه کې ويلي، چې په افغانستان کې هيڅ داسې سيمه نشته چې د طالبانو تر واک لاندې نه وي.
د طالبانو دې لوړپوړي چارواکي د دې ډلې له ټولو چارواکو غوښتي چې ځانونه دې خلکو ته نږدې کړي.
