د دوحې تړون درې کلني؛ ميلر طالبانو ته: ستاسو له وژلو ستړي شوي یو

اطلاعات روز: د دوحې د تړون په نوم د امريکا او طالبانو د توافق د درې کلنۍ پر مهال د دواړو اړخونو د مذاکراتو ژباړن وايي، چې دا مذاکرات کله–کله لانجمن کېدل او يو ځل په افغانستان کې د امريکايي او ناټو ځواکونو قومندان جنرال سکاټ ميلر طالبانو ته وويل چې امريکايان د طالبانو له وژلو ستړي شوي دي.

د مذاکراتو ژباړن اکمل داوي همدا راز ويلي، چې په مجموع کې د امريکا او طالب پلاوو تر منځ فضا «محترمانه» وه، که څه هم د دواړو اړخونو تر منځ ژور اختلافات و.

ده له بي سي سره په خبرو کې ويلي، چې په يوه غونډه کې چې جنرال آستين ميلر شتون درلود، خبرې حساسې شوې او ميلر طالبانو ته اخطار ورکړ چې که د جنګ ختمولو لپاره توافق ونه کړي، دی د يوه نظامي په توګه اړ دی چې د خپل سر اعلی قومندان امر ومني او جنګ ته دوام ورکړي.

اکمل داوي وايي: «ميلر په څرګنده طالبانو ته وويل چې موږ امريکايان ستاسو (طالبانو) له وژلو ستړي شوي يو. موږ تاسو ښه ډېر وژلي ياست. نه غواړو چې په يوه نه ختمېدونکې جګړه کې ښکېل پاتې شو.»

د داوي په وينا، طالبانو هم ميلر ته په ځواب کې وويل، چې کله «سولې ته نه رسېږو، ۲۰ کاله نور هم جنګ کوو.»

ده د دې پوښتنې په ځواب کې چې د افغاني الاصله په توګه د امريکايي پلاوي د مشر زلمي خليلزاد چلند له طالبانو سره څرنګه و، وويل چې خليلزاد تر ډېره حده بريالی شوی و چې د طالبانو له غړو لکه ملا برادر او عباس ستانکزي سره يوه «شخصي ډيپلوماسي» جوړه کړي. د ده په وينا، خليلزاد د طالبانو له دې دوو غړو سره په صميمي توګه کيسې کولې.

د طالبانو او امريکا د مذاکراتو ژباړن وايي، چې په دې مذاکراتو کې امريکايي پلاوی يوه خوله نه و. د ده په وينا، د نظامي پلاوي غړو ټينګار کاوه چې له افغانستانه به وتل مشروط وي، خو ډيپلوماټان د امريکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سياسیتونو ته منتظر و.

امريکا او طالبان تر ۱۸ مياشتې مذاکراتو وروسته، د ۲۰۲۰ کال د فبروري پر ۲۹ مه توافق ته ورسېدل.

له دې توافق سره سم، امريکايي ځواکونه له افغانستانه ووتل او د امريکايي ځواکونو تر بشپړ وتلو وروسته طالبان يو ځل بيا واک ته ورسېدل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه