د ننګرهار اوسیدونکي د بې کیفیته درملو د مخنیوي غوښتنه کوي

انځور: د ننګرهار روغتیا ریاست پاڼه

اطلاعات روز: د ننګرهار اوسیدونکي شکایت کوي چې دغه ولایت ته د تورخم له لارې د یو شمیر کسانو له لوري د پاکستانۍ کمپنیو بې کیفیته درمل را واریدیږي چې له امله یې خلک په مختلفو ناروغیو اخته شوي دي.

د جلال اباد ښار اوسیدونکی شاه محمد وایي، چې په دغه ولایت کې د کم کیفیته او تاريخ تېره درملو پلور عام شوی چې دې چارې عام خلک له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

نوموړی د بې کیفیته درملو د پلور د مخنيوي غوښتنه کوي.

شاه محمد زیاتوي: «ننګرهار کې په هر درمل پلورنځي کې بې کیفیته درمل شته او د مخنیوي لپاره یې حکومت هیڅ نه دي کړي، دا درمل زیاتره د پاکستانۍ کمپنو دي چې خلکو ته یې د ګټې پر ځای تاوان رسولی غوښتنه کوو چې باید دا ډول کم کیفیته درمل بند شي.»

د ننګرهار د شینوارو ولسوالۍ اوسیدونکی نصرالله هم د کم کیفيته درملو پلور اندېښمن کړی او وایي، چې د کم کیفیته درملو د کارولو له امله آن عادي ناروغۍ هم نه رغېږي.

نوموړی د عامې روغتیا ریاست چارواکي او نورې اړونده ادارې هم په دې برخه کې په ناغیړۍ تورنوي او وایي، تراوسه په دې نه دي توانیدلي، چې د ناسمو او کم کیفیته درملو د واردېدو او پلور مخه ونیسي.

نوموړی همداراز د درملو له واردوونکو غواړي تر څو د تاريخ تېره او کم کیفیته  درملو له واردولو ډډه وکړي او په دې کار سره د هېوادوالو ژوند ونه ګواښي.

 نصرالله زیاته کړه: «کم کیفیته درمل په ټول درمل پلورنځيونو کې شته او د دې مخنیوي لپاره د طالبانو د عامې روغتیا ریاست او نورو چارواکو هیڅ نه دي کړي او نه یې تراوسه کوم درمل پلورنځای تړلی دی، دا د حکومت دنده چې د دا ډول کم کیفیته درملو د پیر او پلور مخه ونیسي.»

په همدې حال کې د ننګرهار لپاره د طالبانو دعامې روغتیا ریاست ویاند نقیب الله رحیمي وایي، چې په تیر یو کال کې یې په جلال اباد ښار او ولسوالیو کې له درملتونونو د پنځه ټنه بې کیفیته درملو په ګډون ۱۴۰۰ ټنه غیر معیاري خوراکي توکي راټول کړي او بیا یې سوځولي دي.

نوموړی ټینګار کوي او وایي، هیچا ته به اجازه ور نه کړي چې بې کیفیته درمل ننګرهار ته وارد کړي او په دې برخه کې یې هلې ځلې لا ګړندۍ کړي دي.

د نظر خاوندان وایي، چې ډیر کله په هېواد کې د کم کيفيته او تاريخ تېر درملو د پېر پلور له امله خلک اړ کیږي د خپلو ناروغانو د درملنې لپاره پاکستان او یا نور بهرنیو هېوادونو ته ولاړ شي ترڅو معیاري درملنه وکړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه