اطلاعات روز: کندهار کې د سېلاب خيريه بنسټ له لوري د ۵۰ جوړو د واده ډله یيز مراسم ترسره شول چې پکې د اړوندو کورنیو زرګونه نارینه او ښځینه خپلوانو ګډون کړی وو.
دغه ډله ییز واده چې نن (سې شنبه، ۹ د کب) ترسره شو، زومانو پکې د نورو کورنیو غوښتنه وکړه چې بې وسه ځوانانو لپاره دې ولورونه کم کړي.
دوی وايي، زيات شمېر ځوانان او پېغلې اوس هم د خپلو کورنيو د «ناوړه» رواجونو له کبله بې واده پاتې دي.
د محمد جان په نوم د دغه ډله یيز واده يو زوم چې له ۱۶ کلونو راهيسې کوژدن و، وایي د زیات ولور له امله شپاړس کاله بې واده پاتې و.
نوموړی له ټولو کورنيو او حکومتي مسوولينو د ولور کمېدو غوښتنه کوي او وايي، چې زيات شمېر ځوانان د خپل لوړ ولور پوره کېدو قرباني شوي او کېږي.
ددې ډله یيز واده يو بل زوم فريد احمد خوشال بیا له تېرو اوه نيمو کلونو راهيسې کوژدن و او د اقتصادي ستونزو او زيات ولور له کبله يې نه شوای کولای چې واده وکړي.
هغه له ټولو کورنيو غواړي چې د خپلو زومان لپاره مناسب ولور وټاکي ترڅو په خوشالۍ او له ستونزو پرته هغوی واده وکړي او ښه ژوند جوړ کړي.
نوموړي زیاتوي، د کورنيو د زياتو او بې معنا رواجونو له کبله اوس هم د کندهار په ګډون په زياتو ولايتونو کې زرګونه ځوانان همداسې کوژدن پاتې دي او د واده کولو توان نه لري.
همدارنګه د دغو ځوانانو د کورنيو غړي له نورو پانګوالو او حکومتي مسوولينو غواړي چې د دوی د زامنو او زومانو په څېر د نورو بې وسو ځوانانو سره د واده په کولو کې همکاري وکړي.
په ورته وخت کې کندهار کې د سېلاب خيريه بنسټ مسوول سيد احمد سېلاب چې د یاد ډله ییز واده مراسم یې برابر کړي وو، وایي چې د دغو زومانو او ناویانو هرې جوړې ته یې ۲۰۰ قلمه د کور د استعمال سامانونه هم ورکړي چې پکې د ښځو لپاره د هغو د آرايش سامانونه هم شامل دي.
د ده په خبره:«دا ډله یيزو ودونه چې موږ خلکو ته کړي شمېر يې تر زرهاوو اوښتی د دې ډله یيز واده څخه مو هدف دا دی چې د لوړ ولور او بې ځايه مصارفو مخنيوی وکړو؛ ډېری ځوانان مو د لوړ ولور او واده د مصارفو پوره کولو په خاطر هېواد پرېښودو ته اړ شوي چې د هغو يوه برخه په ايران کې مړه او په ترکیه او يونان کې د ماهيانو او نورو حيواناتو خوراک شوي.»
ده وويل، په راتلونکي کې پلان لري ترڅو نور ولايتونه کې هم ځوانانو ته ډله یيز ودونه وکړي ترڅو د بېځایه مصارفو مخه ونيسي.
د کندهار د سيمه ييزو سرچينو د څرګندونو له مخې، په دغه ولايت کې د نجونو لپاره ټاکل شوی معمول ولور له ٩٠٠ زرو څخه تر دوه ميليونه کالدارو پورې دى، چې د نجلۍ پلار ته ورکول کېږي. په دې وروستیو کې طالبانو ویلي چې ولور باید په افغانیو ورکړل شي.
تردې وړاندې هم د کندهار په ګډون د هيواد په نورو ولايتو کې د ډېرو خيريه بنسټونو له لوري دا ډول ډله ییز ودونه شوي چې خلکو یې تود هرکلی کړی دی.
