اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وایي، چې په افغانستان کې د زدکړييزو برنامو د ملاتړ لپاره ۲۱۵ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.
اوچا نن (سېشنبه، ۹ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې له ۷.۸ ميليونه کسانو څخه چې زدکړييز ملاتړ ته اړتيا لري، له هغو څخه ۳.۱ ميليونه کسان په ۲۰۲۳ کال کې لومړيتوب لري.
د اوچا په وينا، د نجونو په ګډون په ټولنيزه کچه د زدکړو د ملاتړ، د زدکړييزو موادو برابرولو، د ښوونځيو د اړتيا وړ موادو او ښوونکو د روزنې لپاره ۲۱۵ ميليونه ډالرو ته اړتيا ده.
اوچا دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې تر شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو محرومې دي.
د طالبانو تر واکمنېدو وروسته نجونې يوازې تر شپږم ټيټو ټولګيو ته تللای شي.
همدا راز طالبانو پوهنتونونه هم د نجونو پرمخ تړلي دي.
