فاریاب کې «غلو» یو ۷۰ کلن شپون وواژه او د هغه رمه یې له ځانه سره یوړه

انځور: استول شوی

اطلاعات روز: فارياب ولايت کې سرچينې وايي، چې غلو د دې ولايت په پښتون‌کوټ ولسوالۍ کې يو ۷۰ کلن شپون وژلی او د هغه رمه يې له ځان سره وړې ده.

اطلاعات روز ورځپاڼې ته سرچينو وويل، چې دا پېښه تېره ورځ (جمعه، ۵ د کب) د دې ولسوالۍ په «بلوچ شاه نادر» کلي کې شوې ده.

د سرچينو په وينا، د دې شپون نوم عبدالاحد و او غلو د خپلې رمې له وجې وژلی دی.

سرچينې د دې شپون د غلا شوې رمې د شمېر په اړه بېلابېلي څرګندونې کوي.

يوه سرچينه وايي، چې ۷۵ پسونه وړل شوي دي او يوه بله سرچينه بیا زیاتوي، چې د دې شپون ۱۵۰ څاروي غلو له ځان سره وړي دي.

طالبانو د دې چوپان مړينه او د څارويو غلا کېدل منلي دي.

تر اوسه د دې پېښې په تړاو څوک نه دي نيول شوي.

دا پېښه په داسې حال کې کېږي چې دوې اونۍ وړاندې هم د فارياب د مرکز ميمنې ښار په اړونده سيمه کې غله دشپې له خوا يوه کور ته ننوتلي و او ۲۵ څاروي يې غلا کړي و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه