اطلاعات روز: د طالبانو د مالیې وزات د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې له هېواد څخه د ډبرو سکرو د صادراتو په ګمرکي عوایدو کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
دغه وزارت وایي، چې د روان ۱۴۰۱ کال په لومړیو لسو میاشتو کې له هېواد څخه ۲.۷ میلیونه ټنه سکاره صادر شوي، چې په دې سره ۱۲ میلیارده او ۸۰۸ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول راټول شوی چې د تېر کال په پرتله زیاتوالی ښیي.
د خبرپاڼې د معلوماتو له مخې چې د تېر ۱۴۰۰ کال په لومړیو ۱۰ میاشتو کې له هېواد څخه شاوخوا ۹۴۸ زره ټنه د ډبرو سکاره صادر شوي، چې یو میلیارد او ۸۹۳ میلیونه افغانۍ ګمرکي محصول ترې لاسته راغلی دی.
خبرپاڼې د مالیې وزارت د چارواکو له قوله ویلي، تر دې وروسته به د تورخم ګمرک له لارې هم د ډبرو سکرو صادرات تر سره کېږي چې تر دې وړاندې یې اجازه نه درلوده.
د طالبانو د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې افغانستان ۸۰ برخو کې د ډبرو سکرو کانونه لري چې اوس مهال له ۱۷ سیمو استخراجیږي.
