اطلاعات روز: د خوست ولایت په دوه منده ولسوالۍ کې د دوو قومونو ترمنځ د غره په سر له تېرې ورځې راهیسې وسله واله نښته پېل شوې چې یو کس پکې وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
په دغه ولایت کې یوې ځايي سرچینې اطلاعات روز ته وویل، چې دا پېښه د «شینکۍ» په سیمه کې «بیکیو او بیرخېلو» قومونو ترمنځ رامنځته شوې چې مرګ، ژوبله هم لري، خو وايي دا مهال سیمه کې قراري ده، خو وضعیت نورمال نه ښکاري.
د ددې سرچینې په حواله چې د جګړې یوه غاړه د سپېرې ولسوالۍ اوسېدونکي دي او له دوه مندو ولسوالۍ ځايي خلکو سره یې له تېرو څو کلونو راهیسې د غره په سر قومي ستونزه رامنځته شوې ده.
سرچینه زیاتوي چې په دې پېښه کې تر دا مهال یو کس وژل شوی او درې نور ټپیان دي.
دغه ولایت کې یوې بلې سرچینې چې نه یې غوښتل نوم یې څرګند شي اطلاعات روز سره په خبرو کې وویل، چې د شخړې هواري لپاره د طالبانو محلي ځواکونو هم وسله واله مداخله کړې، خو خلکو پر دې نیوکه کړې چې د دومنده ولسوالۍ یو ځايي قومندان د یو قوم په پلوۍ امنیتي ځواکونه سیمې ته استولي دي.
و مو غوښتل چې په دې اړه د خوست ولایت لپاره د طالبانو د امنیې قومندانۍ نظر هم له ځانه سره ولرو، خو هغوی مونږ ته له اوږده ځنډ او انتظار وروسته هم ځواب رانکړ.
په خوست ولایت کې په دې وروستیو کې یو ځل بیا د ځینو قومونو ترمنځ د ځمکې، غرونو او ځینو نورو ټولنیزو مسایلو په سر شخړې زیاتې شوي، چې مرګ ژوبله هم له ځانه سره لري.
