اطلاعات روز: جوزجان ولايت کې سرچينې وايي، چې د دې ولايت په خانقاه ولسوالۍ کې يوه ۱۹ کلن ځوان خپل ځان ځړولی او ژوند ته یې د پای ټکی ایښی.
د دې ځوان نوم برکت الله و او پرون (چهارشنبه، ۳ د کب) شپه يې د خانقاه ولسوالۍ په «قليچآباد» کلي کې ځانوژنه کړې ده.
د جوزجان ولايت د خانقاه ولسوالۍ لپاره د طالبانو امنيې قومندان رضا محمد شيخ د دې ځوان ځانوژنه تاييدوي او وايي چې نوموړي رواني ناروغۍ درلوده او خپل ځان يې د سولر په پايې پورې ځړولی دی.
ده زياته کړه چې د دې قضيې په اړه نورې څیړنې هم کوي.
په دې وروستيو کې د ټول هيواد په کچه د ځانوژنې پېښې زياتې شوې دي.
د اقتصادي ستونزو له وجې رواني ناروغۍ، روحي فشارونه او کورنی تاوتريخوالی د ځانوژنې عوامل ګڼل کېږي.
