اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، چې د ۲۰۱۹ او ۲۰۲۲ کلونو تر منځ په افغانستان کې د کورنيو د قرض کچه شپږ برابره زياته شوې او له ۱۱۴ ډالرو څخه ۶۸۷ ډالرو ته رسيدلې ده.
دې دفتر نن (چهارشنبه، ۳ د کب) په يوه ټويټ کې ليکلي، چې په افغانستان کې کورنۍ ستونزمن ژوند لري او پر خپل دسترخوان د خوراک موندنې په لټه کې دي.
اوچا ليکلي: «موږ نه شو کولای چې بل اړخ ته وګورو. موږ بايد د دوی (د افغانستان وګړي) تر څنګ پاتې شو.»
په افغانستان کې فقر او لوږه د طالبانو تر واکمنېدو وروسته زيات شوي دي.
اوچا وايي، چې د روان ميلادي کال پر مهال په افغانستان کې تر ۲۸ ميليونه زيات خلک بشري مرستو ته اړتيا لري.
د دې دفتر په وينا، له ۲۳ ميليونه وګړو سره مرسته په لومړيتوب کې ده.
ملګرو ملتونو په افغانستان کې د بشردوستانه عملياتو لپاره د ۴.۶ ميليارد ډالرو غوښتنه کړې ده.
