اطلاعات روز: د هلمند مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي شکایت کوي چې د تېرو جګړو له امله ورته هیڅ پاملرنه نه ده شوې او د ډیرو نورو ستونزو ترڅنګ د پاکو اوبو له سخت کمښت سره مخ دي.
د مارجي ولسوالۍ يو اوسیدونکی حاجي محمد حسین وایي، چي دې سیمې ته په تېرو شلو کلونو کي هیڅ پاملرنه نه ده شوې او ناپاکه اوبو خلک د ناروغیو سره مخ کړي دي.
دی زياتوي چې د برمو اوبه تروې شوي او له ډير لېرې ځايه د حیواناتو په وسیله خپلو کورنو ته د څښاک اوبه راوړي.
هغه وايي:« د برمو اوبه مو ټولې تروې دي او موږ یې د بېلابېلو ناروغیو سره مخ کړي یو؛ موږ د لېرو سیمو څخه د څښاک اوبه د موټر سايکل، بايسکل او آن د حیواناتو په وسيله راوړو.»

د همدې ولسوالۍ یو بل اوسیدونکی تحسین الله بیا وایي، چې د پاکو اوبو په موخه يې ژورې څاګانې کيندلي، خو زياتوي چې د يادو څاګانو اوبه هم د چښاک نه دي او روغتيايي ستونزې پیدا کوي.
دی زیاتوي چې پخوا یې د ویالو او زابرونو له ناپاکه اوبو ګټه پورته کوله چې هغه اوبه هم نشته او اړ دي چې له لېرې پرتو سیمو اوبه راوړي.
نوموړی د طالبانو له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د ولسوالۍ ستونزو ته دې پاملرنه وکړي او ستونزې دې ورته حل کړي.
په همدې حال کې د مارجې ولسوالۍ لپاره د طالبانو ولسوال مولوي حسيني د خلکو ستونزې تاییدوي او وایي، چې دا مهال په دې ولسوالۍ کې څه باندې ۵۰۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
هغه وايي، دوی د طالبانو د ولايتي مسوولينو سره د دې ولسوالۍ د خلکو ستونزې شريکې کړي او هيله لري چې پاملرنه ورته وشي.
دغه راز هلمند ولايت کې د طالبانو د سينديزې حوزې د اوبو د تنظيم مسوول انجينر ذبیح الله فروتن وايي، چې په دې ولسوالۍ کې د ځمکې د يو شمير ترکيباتو له امله اوبو خپل خوند اړولی دی.
هغه وايي دوی هڅه کوي چې د خلکو د ستونزو د حل لپاره د اوبو د تصفيې پر لارو چارو غور وکړي.
يوازې د هلمند مارجې ولسوالۍ اوسیدونکي نه دي چې د څښاک پاکو اوبو له نشتون شکايت کوي بلکې د دې ولایت په نورو ولسوالیو کې هم خلک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري چې له امله یې په بېلابېلو ناروغیو اخته کېږي.
